Language

جلال اباد ښار کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

جلال اباد (پژواک ٢٥ چنګاښ ٩٢): په جلال اباد ښار کې نن سهار يوې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا چاودنه د چنګاښ په ٢٥مه سهار شاوخوا اوه بجې د جلال اباد ښار شمال لوري ته له بهسودو پله سره نږدې شوې ده.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د سړک پر غاړه پر يوه بايسکل د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې دوه موټرسايکل سپاره کسان وژل شوي او درې لارويان ټپيان دي.

د امنيه قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان يو د ملي امنيت او يو يې د عامه ساتنې پوليسو سرتېرى دى.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته دوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي دي.

نوموړي د يوه ټپي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.

د اميرزاده په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چاودنه هغه مهال وشوه، کله چې محصلين، زده کوونکي، دولتي مامورين او عام خلک د ښار پر لوري روان وو.

د هغه په وينا، کېداى شي د چاودنې موخه به امنيتي ځواکونه وو.  

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.