Language

“د نفوسو احوال د ثبت قانون د طرحې تصويب عطامحمد نور ته د منلو نه دى”

مزارشريف ( پژواک،۲۵ چنګاښ  ۹۲) : د بلخ د والي وياند وايي،د نفوسو احوال د ثبت قانون د طرحې په اړه د ولسي جرګې تصويب مشروعيت نه لري او والي عطامحمد نور ته د منلو نه دى.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد د چنګاښ په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه په داسې حال کې ولسي جرګې تصويب اعلان کړې، چې د پرېکړې لپاره د وکيلانو شمېر پوره نه و او زيات شمېر وکيلان په اعتراضيه ډول د جرګې له تالار څخه ووتل.

ولسي جرګې،تېره ورځ د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحې پر سر د دوو وکيلانو تر فزيکي شخړې وروسته، ياده طرحه تصويب  کړه، خو ځينې  وکيلان د اعتراض په توګه له غونډې ووتل.

د وکيلانو تر وتلو وروسته د ولسي جرګې لومړي مرستيال ميرويس ياسيني وويل ، چې د رايې ورکولو پر مهال د جرګې د غړيو شمېر١٣٦ تنه و او له دې ډلې ١٠٥ تنو يې د يادې طرحې د تصويب په موخه شنه کارتونه پورته کړي او دغه طرحه تصويب شوې ده .

د ملي شورا په انګړ کې اعتراض کوونکو وکيلانو چې شمېر يې شاوخوا لسو  تنو ته رسېده ټينګار کاوه، چې په تذکره کې بايد د مليت نوم ذکر شي.

خو په ياده ماده کې راغلي، چې پر  تذکره  دې  مليت  نه ليکل کېږي،  خو د تذکرې په ډېټابېس کې دې ذکر وشي.

د بلخ والي عطا محمد نور يو له هغو کسانو دى ، چې پر تذکره د قوم د نوم ليکلو سخته پلوي کوي . ده  په تذکره کې د مليت د نه ليکلو په صورت کې د تذکرې د نه اخيستو ګواښ هم کړی و.

هغه  يوه مياشت وړاندې په خبري ناسته کې ويلي و : (( ټول په دې وياړ کوو، چې د افغان په نامه ياد شو . موږ د افغان په نامه له تابيعت سره مشکل نه لرو؛ خو د قوم نوم بايد په تذکرو کې ياد شي.))

ده زياته کړې وه : ((که داسې ونه شوه، نو نوره خبره سرې کرښې ته وځي او بيا موږ هر کار کوو.))

 د بلخ د والي وياند منير فرهاد نن وويل ، چې  په تذکره کې د قوم  ذکر کول د هر افغان حق دی او د بلخ والي په دې اړه په خپله  خبره لا هم ولاړ دی.

Related Topics