Language

د ننګرهار د روداتو لپاره د طالبانو ولسوال ووژل شو

جلال اباد (پژواک ٢٧ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د چنګاښ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وړمه شپه درې بجې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ د څلورم فارم پر پوسته د وسله والو مخالفينو له لوري بريد وشو.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو په ځوابي بريد کې شپږو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړى وايي، چې په وژل شوو کې د روداتو ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو ولسوال ميا سميع الله هم شامل دى.

د نوموړي په وينا، په ټپي شوو درېيو طالبانو کې يو پاکستانى هم شامل دى.

د امنيت امر دا هم وايي، چې د وژل شوو کسانو جنازه تېره شپه د روداتو په بړو سيمه کې ادا شوه او همالته خاورو ته وسپارل شول.

دى زياتوي، چې ټپيان لا هم د بټي کوټ په چهاردهي سيمه کې دي.

د سيمې اوسېدونکى حکيم خان وايي، چې د وړمې شپې په نښته کې دوه دوکانونه هم سوځېدلي دي.

دى وايي، چې نښتې شاوخوا دوه ساعته دوام درلود.

 د يادې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، بېګا شپه هم  د بټي کوټ په چهاردهي سيمه کې د وسله والو او ملي اردو تر منځ نښته شوې ، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نشته.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.