جلال اباد (پژواک٢٧چنګاښ٩٢) : په جلال اباد ښار کې د ټاکنو د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو ونډه کمه او له ښاريانو وغوښتل شول، چې په پراخه کچه په دې پروسه کې ګډون وکړي.
دغه څرګندونې په هغه غونډه کې وشوې، چې د چنګاښ په ٢٧مه، د جلال اباد ښاروالۍ د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه.
د ننګرهار ښاروال او د ناحيو لسګونو وکيلانو،قومي مشرانو او ديني علماوو په جلال اباد کې د ټاکنو د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو ونډه کمه وبلله او پر خلکو يې غږ وکړ ، چې په دغه پروسه کې دې ونډه واخلي.
د جلال اباد ښاروال لعل اغا کاکړ ددې غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په جلال اباد ښار کې د ټاکنو د نوم ليکنې پروسه ډېر ضعيفه او پکار ده ، چې ټول ننګرهاريان په کې ونډه واخلي.
نوموړى وايي: (( زه د رسنيو په وسيله پر ټولو خلکو غږ کوم، چې د ټاکنو کارتونه دې واخلي، تر څو راتلونکى مو روښانه وي.))
ښاروال وايي، چې د ټاکنو له سيمه ييز کمېسيون څخه ورته يو مکتوب راغلى، چې پکې يې د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو د ونډې په اړه اندېښنه ښودل شوې ده.
کاکړ زياتوي ، چې که ښاريان په دغه پروسه کې ونډه وانخلي، نو د لرو پرتو ولسواليو له بې سواده کسانو څخه خو ګيله نشته.
هغه پر ټولو خلکو غږ وکړ ، چې د نوم ليکنې پروسه دې په خپل ګډون سره پياوړې کړي او د خپلې کورنۍ ټولو هغو غړو ته ، چې قانوني عمر يې پوره کړى وي د ټاکنو کارت واخلي.
د ښاروالۍ شورا غړى او د کابل پوهنتون استاد لعل پاچا ازمون هم د ټاکنو د نوم ليکنې په پروسه کې د خلکو دلچسپي کمه وبلله او پر ټولو مدني بنسټونواو رسنيو يې غږ وکړ، چې په دغه برخه کې دې عامه پوهاوى تر سره کړي.
دى وايي ،په اوس وخت کې ګڼ شمېر افغانان د ټاکنو پر شفافيت اعتماد نه لري او د عامه پوهاوي کچه هم ټيټه ده، نو له همدې امله په جلال اباد ښار کې د ټاکنو د نوم ليکنې پروسه سسته روانه ده.
نوموړي زياته کړه: (( که چېرې د نوم ليکنې په دغه بهير کې ونډه وانخلو، نو زموږ راتلونکى تياره دى.))
ازمون پر ننګرهاريانو غږ وکړ ، چې د ټاکنو په سياسي بهير کې د ځان د ثابتولو يواځينۍ لاره د ټاکنو د کارتونو اخيستل دي.
ياده دې وي،چې د دغې غونډې په ترڅ کې د جلال اباد د ښاروالۍ شورا هم جوړه شوه، چې د رييس او مرستيالانو په ګډون ٢١ غړي لري.
ياده شورا به له ښاروالۍ سره په ورځنيو چارو کې مرسته کوي او له هغوى سره به رغنده وړانديزونه او مشورې شريکوي.