Language

لښکرګاه ( پژواک ۲۸ چنګاښ ۹۲) : د هلمند په ناد علي ولسوالۍ کې دیوه ځانمرګي برید له امله د پولیسو یو قوماندان او دوه عام وګړي ووژل شول.

د ناد علي ولسوال محمد ابراهیم د چنګاښ په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ځانمرګی برید نن له روژه ماتي څو شېبې مخکې د ولسوالۍ د مرزا څلور لاري ته څیرمه وشو.

هغه زیاته کړه چې ځانمرګي برید کوونکی له چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر په سیمه کې د پولیسو دیوې پوستې د قوماندان امان الله موټر سره وجنګاوه.

ولسوال وایي چې په دې پيښه کې یاد قوماندان او دوه عام وګړي چې یوه یې ماشومه نجلې او بل هلک دی وژل شوي او دوه نور ماشومانې ټپيانې شوې دي.

ده وویل چې دا پيښه د کلي په مینځ کې شوې چیرته چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وي.

د ولسوال په وینا، د پولیسو یاد قوماندان له تیرو دریو کلونو راهیسې په سیمه کې د طالبانو پر ضد فعالیت کاوه.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.