قلعه نو( پژواک ٢٨ چنګاښ ٩٢)د بادغيس چارواکي وايي،د دې ولايت لرغوني اثار د ورکيدو له ګواښ سره مخ دي.
د بادغيس د اطلاعاتو کلتور سرپرست رييس سيداغا ارفاق پژواک اژانس ته وويل، په دغه لرغونو اثارو کې ، ډبرليکونه،لرغوني ديګونه، کوزې او لرغوني جنګي تجهيزات شامل دي.
د نوموړي په خبره، دغه لرغونې اثار په اسلامي دورې پورې اړه لري ،چې دلرغوني تمدن ښکاره بېلګې يې بللى شو.
ارفاق زياتوي،چې اوس دغه لرغونې توکي د موزيم او مناسب ځاى د نشتوالى له امله په يو ګودام کې ساتي او شاوخوا ١٠٠ قلمه اثار يې د ساتنې په موخه د هرات په موزيم کې خوندي کړي دي.
د ده په وينا،ځيني دغه توکې بيارغونه غواړي او د ده په خبره ،چې داسې توکي هم شته،چې تر اوسه يې لرغونتيا نه ده څېړل شوې،چې بايد د لرغونپوهانو له لورې يې څېړنه وشي.
هغه زياتوي، په بادغيس کې مسلکي کسان نه لري او په دې اړه دې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ورسره مرسته وکړي.
بادغيس د افغانستان شمال لوديځ کې پروت دى او د لرغونو اثارو تر څنګ تاريخي سيمې او ځايونه هم لري،چې ساتنې ته يې لږ پاملرنه شوې ده.
په مرکز قلعه نو کې د نريمان لرغونې ودانۍ،د قادس خردک، لامان برقک، جوند، بالامرغاب هغه سيمې دي،چې هم پخپله تاريخي مخينه لري او هم تاريخي ځايونه په کې شته.
د سيمې اوسيدنکي او ليکوال سلطان احمد پژواک ته وويل،دولت نه په لرغونو سيمو واک لري او نه يې ساتنې ته پاملرنه کوي،نو ځکه په هغو سيمو کې خپلسرې کيندنې کيږي.
نوموړى غواړي، چې بادغيس کې د موزيم ودانۍ جوړه شي او د دې ولايت اړوند لرغونې اثار په کې خوندي شي.
خو د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست مشر وايي،چې د تاريخي سيمو او اثارو د خونديتوب لپاره يې له وزارت او امنيتي ادارو سره خبره شريکه کړې او په دې اړه په يو پلان غور کوي.
هغه ياد لرغوني اثار ګډه ملي شتمني وبلله او له خلکو يې غوښتنه وکړه،چې په ساتنه کې يې مرسته وکړي.