Language

جلال اباد کې يوه موټر چلوونکي ترافيک پر موټر وهلى

جلال اباد (پژواک ٢٩ چنګاښ ٩٢): په جلال اباد ښار کې د کابل لين يوه موټر چلوونکي پر ترافيک او د سړک پر غاړه پر روانو خلکو موټر خېژولى او پنځه تنه يې ټپيان کړي دي.

دا پېښه نن د چنګاښ په ٢٩مه سهار شاوخوا شپږ بجې د جلال اباد ښار د مخابراتو په څلورلارې کې رامنځته شوې ده.

د ښار په ياده برخه کې د کابل ليني موټرو ته د ورتګ اجازه نشته، خو سهار وخته چلوونکي د ترافيکو له نه شتونه په ګټې اخيستو سپرلي پورته کول.

عيني شاهدان وايي، چې د کابل لين د کرولا موټر چلوونکي په دې څلورلارې کې سپرلي خېژول، خو يوه ترافيک يې مخه نيوه، تر لفظي شخړې وروسته ترافيک هڅه کوله، چې د جرمانې پرچه وکړي او د موټر مخې ته يې ودريږي.

د حبيب په نوم يوه عيني شاهد پژواک ته وويل، چې ناڅاپه موټر چلوونکي پر ترافيک موټر ور روان کړ، هغه يې وواهه.

هغه وايي، چې پر دې مهال د کرولا موټر چلوونکي د سړک پر غاړه پر دريو موټرسايکلونو هم خپل موټر وخېژاوه چې له امله يې يو شمېر کسان ټپيان شول.

په مخابراتو څلورلارې کې يوه بل ترافيک چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، کله چې ياد موټر چلوونکي له پېښې د تېښتې هڅه کوله، نو د ټپي ترافيک له خوا پرې د تومانچې ډزې وشوې او هغه يې په پښه ټپي کړ.

د سرچينې په وينا، د پېښې پنځه ټپيان روغتون ته وړل شوي دي.

ټپي چلوونکي پژواک ته وويل، چې ده غوښتل په چوک راتاو شي چې ترافيک يې مخې ته ورغى او هغه ورته پارچه ورکوله چې ياده پېښه رامنځته شوه.

د ننګرهار د ملکي روغتون نوکريوال ډاکټر پژواک ته وويل، له يادې ترافيکي پېښې يې پنځه ټپيان ور وړي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار په هسکه مېنه ولسوالۍ د پوليسو او وسله والو تر منځ نښته کې د يوې ماشومې په ګډون نهه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي پژواک اژانس ته وويل، چې د شپې يوه بجه وسله والو د هسکې مېنې ولسوالۍ د احمدخېلو پر پوسته بريدکړى و.

هغه زياتوي، چې تر بريد وروسته په رامنځته شوې نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

د هاشمي په خبره، په نښته کې دوه پوليس هم برسېرن ټپيان شوي چې د ننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې له هسکې مېنې ولسوالۍ څخه ورته دوه پوليس ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د سيمې اوسېدونکى نعمت الله شينواري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر يوې ماشومې هوايي مرمۍ لګېدلې او پرسېرنه ټپي شوې، چې مېنې په کلينيک کې تر درملنې لاندې ده.

د يادې پېښې په اړه تر اوسه وسله والو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دغه راز د ملي امنيت ادارې په ننګرهار ولايت کې د دريو پاکستانيانو په ګډون د ٦ وسله والو د نيولو خبر ورکړى دى.

د دغه رياست له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نيول شوو په ورانکارو فعاليتونو، ماين چاودنو او نورو بريدونو کې لاس درلود.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.