Language

د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٢ وسله وال د سولې له بهير سره يو ځاى شول

هرات ( پژواک، ٣٠ چنګاښ ٩٢) : په هرات کې د دوو قوماندانانو په ګډون٢٢ وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره يو ځاى شول.

د هرات والي سيد فضل الله وحيدي د طالبانو د وسلې تسلمولو پر مهال وويل،چې دوى ته به کاري زمينې برابرې او خونديتوب ته به يې پاملرنه وکړي.

دغه راز د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپى وايي،چې د تېر يونيم کال په جريان کې ٩٠٠ وسله وال د سولې له پروګرام سره يو ځاى شوي دي.

ساپى زياتوي، له سولې سره يو ځاى شويو ٩٠٠ وسله والو له ٦٢ بېلابېلو ګروپونو سره تړاو درلود.

د امنيه قوماندان په خبره،چې همدا اوس يې له شاوخوا ٦٠  نورو وسله والو سره خبرې روانې دي، چې له جګړې د لاس اخيستلو لېوال دي.

له سولې سره يو ځاى شوي وسله وال ١٢ تنه د شينډنډ د زيرکو او ١٠ نور يې د انجيل ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د دې وسله والو يوتن قوماندان او د شينډنډ اوسېدونکي ملا عبدالرحيم پژواک اژانس ته وويل،چې نور له جګړې ستړى شوى او د ده په څېر نور وسله وال هم غواړي، چې جګړه پرېږدي.

ده زياته کړه،چې لس کاله يې مبازره وکړه،خو اوس يو ميليون افغانۍ پوروړى دى.

په هرات کې د سولې شورا د سيمه ييز دفتر مشر مولوي غلام سرور وايي،چې له سولې سره يو ځاى شويو کسانو ته به د دوى د وړتيا او غوښتنې سره سم کاري زمينې پيدا کړي.

د ده په خبره، چې د دوى قوماندانانو ته به د شپږو مياشتو لپاره هره مياشت ١٣٠٠٠ افغانۍ او وسله والو ته به يې ٨٠٠٠ افغانۍ معاش هم ورکول کيږي.

دغه ٢٢ وسله والو له ځان سره راوړې وسلې،چې کلاشينکوفونه او ماشيندار په کې شامل و، د هرات والي ته وسپارلې،چې بيا وروسته په همدې محفل کې د ډياګ پروګرام ته وسپارل شوې.

Related Topics