Language

د غني خېلو ولسوال له چاودنې روغ ووت

جلال اباد (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): د ننګرهار د غني خېلو ولسوال د ماين له چاودنې روغ ووت.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال معصوم خان هاشمي د چنګاښ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن غرمه يوه نيمه بجه د غني خېلو په ولسوالۍ کې د ولسوال حاجي زلمي پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې ولسوال له دې چاودنې روغ وتلى، خو موټر يې لږ زيانمن شوى دى.

دى وايي، ولسوال يوې جرګې ته تللى و، چې  د بېرته راتګ پر مهال پرې د ماين چاودنه شوې   ده.

د غني خېلو ولسوال پژواک ته وويل، چې دى د نازيانو پر سړک روان و، چې پرې چاودنه شوې.

هغه زياتوي ، چې په چاودنه کې يې موټر لږ زيانمن شوى دى.

د يادې پېښې په اړه وسله والو رسنيو ته څه  نه دي ويلي.

تر دې مخکې هم پر ياد ولسوال ځانمرګى بريد او چاودنې شوې دي.

ياده دې وي، په دې وروستيو کې په ننګرهار کې امنيتي وضع ورځ تر بلې په خرابيدو ده، تېره ورځ هم په بتي کوټ کې شاوخوا پنځه ساعته نښته شوې وه، چې له امله يې ٣٦ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

 

Related Topics