کابل ( پژواک ۳۰ چنګاښ ۹۲ ) د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف د ملي امنیت او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ولسمشر حامد کرزي سره دلیدنې پر مهال هغه ته د پاکستان د سفر رسمي بلنه ورکړه.
سرتاج عزیز له یوه لوړ پوړي پلاوي سره نن غرمه مهال کابل ته رسیدلی و، له رسیدلو سره سم هغه د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول سره ولیدل او بیا یې په یوه ګډه خبري غونډه کې هم ګډون وکړ.
هغه دغه راز د سوداګرۍ وزیر ډاکټر انوار الحق احدي سره هم ولیدل او ددواړو هیوادونو ترمنځ دسوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې وکړې.
وروسته سرتاج عزیز ارګ ته ولاړ او روژه ماتی یې ولسمشر حامد کرزي سره وکړاو بیا دواړو مشرانو ددواړو هیوادونو پر اړیکو خبرې وکړې.
د پاکستان ملي تلویزیون خبر ورکړی، چې سرتاج عزیز ولسمشر حامد کرزي سره د لیدنې پر مهال هغه ته د نواز شریف پیغام ورسولو او د اسلام اباد رسمي بلنه یې ورکړه.
خو تر اوسه ددې لیدنې او د یاد پیغام جزيیات نه دي په ډاګه شوي.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې ددې لیدنې پر مهال دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو، د سولې د بهیر او له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې په اړه خبرې وکړې.
سرچینه زیاتوي، په دغه کتنه کې سرتاج عزیز حامدکرزي ته د پاکستان د صدراعظم هغه رسمي بلنلیک وړاندې کړ چې له هغه څخه یې غوښتي دي چې پاکستان ته سفر وکړي.
د هېواد جمهوررئیس پاکستان ته د سفر لپاره د میا نواز شریف د رسمي بلنې له امله مننه وکړه او دغه بلنه یې په اصولو کې ومنله خو یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې افغان لوړ پوړی پلاوی به هغه مهال پاکستان ته سفر وکړي چې د سفر اجندا مشخصه، د دغه سفر ابتدایي کارونه ترسره او د سفر د اجندا په سرکې له تروریزم سره د موثرې او جدي مبارزې او د سولې د پروسې په اړه خبرې شاملې وي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن