هرات (پژواک ٣٠ چنګاښ ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې يې څه کم ٥٠٠ کيلوګرامه ترياک له دوو تنو تورنو سره نيولي دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو نن په شينډنډ ولسوالۍ کې ٤٩٢ کيلوګرامه تارياک نيولي دي.
ده زياته کړه، دغه نشه يي توکي په رباط سنګي ولسوالۍ کې په يوه مازدا موټر کې په پوره مهارت ځاى په ځاى شوي وو.
نوموړي په هرات ولايت کې د ترياکو کښت صفر وباله، خو له ګاونډيو ولايتونو يې قاچاق يوه ستونزه وبلله، چې په وينا يې، قاچاق وړونکي يې له دغې لارې ايران ته د لېږد هڅه کوي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ د وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د معلوماتو له مخې، د روان کال له پيله يې تراوسه پورې ۱۲سوه کيلوګرامه نشه يي توکي او په تړاو يې ۱۴۲ تنه تورن کسان نيولي، چې پنځه تنه يې د ايران اتباع دي.