Language

د جلال اباد ښار صرافانو د احتجاج په ډول خپل دوکانونه وتړل

جلال اباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٢): په جلال اباد کې د ناسم امنيتي وضعيت له امله نن صرافانو خپل دوکانونه وتړل او د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې يې له امنيتي ادارو وغوښتل، چې په ننګرهار کې دې امنيتي ستونزو ته د پاى ټکى کېږدي.

د جلال اباد صرافان دغه لاريون وروسته له هغه کوي، چې پرون ماښام يو صراف په خپل دوکان کې پر ډزو ووژل شو او قاتل يې په تېښته بريالى شو.

د صرافانو د اتحاديې مرستيال حاجي غلجي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په جلال اباد ښار کې د دوى ژوند نه دى خوندي او دا څومه پېښه ده، چې رامنځته کېږي.

دى زياتوي: ((د ښار په زړه، د تلاشۍ په چوک کې يو صراف وژل کېږي او قاتل يې تښتي، دا د نا امنۍ اوج دى.))

دى وايي، چې نن صرافانو ټول مارکېټونه په احتجاجي ډول بند کړي، څو يې امنيتي ادارې د امنيت غم وخوري.

يو بل صراف خان ولي وايي، څو ځلې صرافان او د هغوى ماشومان له خپلو دوکانونو څخه تښتول شوي او وروسته د پيسو په مقابل کې راخوشې شوي دي.

د ده په وينا، چې که  دولت د دوى غم ونه خوري، نو په راتلونکي کې به خپل دوکانونه وتړي ځکه له ناسمې امنيتي وضعې نور په تنګ شوي دي.

هغه وايي: ((موږ ته ګواښونه کېږي، په رڼا ورځ مو تښتوي ، مګر امنيتي ادارې کرارې ناستې دي.))

دى پر امنيه قوماندانۍ غږ کوي، چې د وژل شوي صراف قاتلين دې ونيسي او قانوني کړنې دې ورسره وکړي.

صراف عارف خان پژواک ته وويل، چې پرون ماښام له پېښې ډېر وروسته امنيتي ځواکونه راورسېدل، دى په ننګرهار کې شته امنيتي ځواکونه په وظيفوي غفلت تورنوي او وايي، چې هر کله امنيه قوماندانۍ ته د يوې بېړنۍ پېښې په اړه زنګ ووهې ډېر وروسته رارسېږي.

په پاى کې صرافانو يو ځل بيا ګواښ وکړ ، چې که  امنيتي وضعه همداسې وي ، نو ډېر ژر به دوى خپل دوکانونه وتړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.