جلال اباد (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٢): په لغمان کې د وسله والو نښتو په ترڅ کې ١١ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د چنګاښ په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام ناوخته د مهترلام-الينګار پر لويه لار په ميدانيو سيمه کې د وسله والو مخالفينو له لوري پر امنيتي پوستې بريد شوى دى. د نوموړي په وينا، چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت په پايله کې يو وسله وال وژل شوى او يو ټپي دى. دى وايي، د وژل شوي وسله وال جسد په سيمه کې له يوه ميل کلاشينکوف سره پاتې و، چې وروسته د سيمې د مشرانو په مرسته د ياد وژل شوي کورنۍ ته وسپارل شو. همداراز ځواک زياتوي، نن سهار د الينګار ولسوالۍ په پړوايي سيمه او دولت شاه ولسوالۍ کې د وسله والو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ نښته شوې ، چې له امله يې څلور وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان دي. د ځواک په خبره، چې په نښته کې عامو وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي او يو برسېرن ټپي دى. نوموړى وايي، چې ښايي د هغوى د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم زيات وي. طالب وياند ذبيح الله مجاهد د يادو نښتو مسووليت پر غاړه اخيستى، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې رسنيو ته څه نه دي ويلي. ياده دې وي، په دې وروستيو کې د لغمان امنيت تر پخوا ښه شوى، اوسېدونکي يې په دغه ولايت کې د امنيتي وضعې ښه کېدل د سيمه ييزو پوليسو د فعالېدو له امله بولي.