Language

جلال اباد(پژواک،٣١چنګاښ٩٢): د ننګرهار ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې اته تنه ټپيان کړل.

 د خوګياڼو د سيمه ييز روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان نن مازيګر څلورنيمې بجې د خوګياڼو د کږې په بازار کې د سړک د منځ ګلدان کې د ځاى پر ځاى شوي ماين چاودنې له امله ټپيان شوي دي.

 هغه زياته کړه، چې په ټپيانو کې  څلور ماشومان هم شامل دي.

 دى وايي، چې په ټپيانو کې د درېيو تنو روغتيايي حالت نازک وو، چې د ننګرهار د عامې روغتيا روغتون ته يې انتقال کړي دي.

 د خوګياڼو ولسوال وهاب خان ياده پېښه تائيد کړه، خو د نورو جزئياتو په اړه يې څه و نه ويل.

 د يادې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.