Language

کاپيسا کې د دوو کورنيو ترمنځ شخړه کې درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

محمودراقي (پژواک ٣١ چنګاښ ٩٢): د کاپيسا په کوهبند ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ په وسله واله شخړه کې يوه ښځه وژل شوې او دوه سړي ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د ولايتي شورا مشر محمد حسين سنجري وويل، چې تېره ورځ د کوهبند ولسوالۍ په دورنامه سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د شخصي دښمنۍ له امله وسله واله شخړه رامنځته شوه.

دى وايي، چې په دې پېښه کې له دواړو لورو يو يو تن ټپيان شول.

هغه وويل، چې نن سهار له يادو کورنيو څخه د يوې کورنۍ يو تن د بلې کورنۍ پر کور ډزې کړي، چې له امله يې يوه ښځه وژل شوې ده.

د کوهبند ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالعظيم وايي، چې د يادو کورنيو تر منځ د نور تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه د ديني علماوو او قومي متنقذينو يوه کمېټه جوړه شوې او سيمې ته ورغلې ده.

دى وايي، چې يادې دوه کورنۍ له تېرو شاوخوا پنځوسو کلونو راهيسې دښمني لري.

Related Topics