هرات-غزني-هلمند (پژواک،دزمري لومړۍ نېټه ٩٢): امنيتي چاراکي وايي، چې د بېلابېلو سيمو په امنيتي پېښو کې د ملي اردو اته سرتېري او شپږ وسله والو وژل شوي او اوه نور ژوندي نيول شوي دي.
د دفاع وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېر مازديګر د غزني په ګيلان ولسولۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنه کې د اردو شپږ سرتېري ووژل شول.
دغه راز خبرپاڼه زياتوي، چې د زابل په شاجوى او د اروزګان په خاص اروزګان ولسواليو کې هم چاودنو د اردو دوه سرتېري وژلي دي.
د يو بل خبر له مخې، د هرات پوليسو د عملياتو پر مهال د ولسمشر د امنيتي چارو د سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د ورور قاتل وژلى او د هغه يو بل ملګرى يې نيولى دى.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وايي، چې دغه عمليات پرون مازديګر ترسره شول.
د ډاکټر سپنتا ورور احمدولي طاهري د کرخ د څارنوالۍ اداري مدير و، چې د چنګاښ په ٢٦مه د وسله والو په بريد کې ووژل شو.
دغه راز د هرات پوليسو د ګلران ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال پر کور عمليات ترسره کړي دي.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د زمري په لومړۍ نېټه پژواک ته وويل، چې تېره شپه يې د ګلران لپاره د طالبانو د ولسوال مولوي نثاراحمد پر کور په عملياتو کې شپږ وسله وال ژوندي ونيول.
احمدي زياتوي، دغه عمليات يې د کشفي راپور پر اساس ترسره کړل، دوى غوښتل مولوي نثار احمد هم ونيسي خو هغه په تېښته بريالى شوى دى.
د ده په وينا، د عملياتو په ترڅ کې يې د نثاراحمد په کور کې يو ميليون افغانۍ، يوه اندازه چاودېدونکي او نشه يي توکي او دغه راز د طالبانو مهر، اسناد او د طالبانو تبلغاتي پاڼې هم موندلې دي.
ګلران د هرات ښار لوېديځ ته په ۱۱۰ کيلو مترۍ کې پرته ولسوالۍ ده،چې له ايران او ترکمنستان سره ګډې پولې لري.
دغه راز د غزني په ښار کې دوه ماين خښوونکي د خپل ماين چاودنې وژلي دي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې د لومړۍ امنيتي حوزې په سيمه کې د زاړه ښار کينک دروازې ته مخامخ سهار وختي د ماين خښولو پر مهال چاودنه رامنځ ته شوې ده.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند مرکز لښکرګاه ته څېرمه د سور ګودر په سيمه کې درې وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک وايي، چې تېره شپه د سور ګودر په سيمه کې وسله والو د پوليسو پر دريو پوستو بريدونه وکړل.
د نوموړي په وينا، په ياده يوه ساعته جګړه کې درې وسله وال وژل شوي، چې مړي او وسلې يې د نښتې په سيمه کې پاتې دي، يو وسله وال ژوندى نيول شوى او يو پوليس هم ټپي شوى دى.