Language

جلال اباد کې د انور سادات پر ضد لاريون وشو

جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): د ختيځ زون د ځوانانو ملي يووالي ټولنې په ولسي جرګه کې د سرپل د خلکو د استازي انور سادات څرګندونې د يوه لاريون په ترڅ کې وغندلې او د هغه د محاکمې غوښتنه يې وکړه.

د يادې ټولنې سلګونو ځوانانو د زمري په لومړۍ نېټه د جلال اباد ښار په پښتونستان څلورلارې کې د لاريون په ترڅ کې د انور سادات هغه څرګندونې چې پښتنو ته په کې سپکاوى شوى و، په کلکه وغندلې او له ولسي جرګې او مرکزي دولت څخه يې د نوموړي د محاکمې غوښتنه وکړه.

د ختيځ زون د ځوانانو د ملي يووالي د ټولنې مشر حاجي عمر عرب پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د  انور سادات څرګندونې د افغانستان د غوڅ اکثريت قوم سپکاوى و.

دى زياتوي: ((د ملت کور کې د افغانستان او افغانانو له ارزښتونو ننګه کېږي مګر انور سادات يې سپکاوى وکړ.))

د ځوانانو د ملي يووالي د ټولنې مشر وايي، چې انور سادات د پرديو په لمسون دا چاره ترسره کړې ده او بايد د محاکمې مېز ته راکش شي.

د نوموړي په وينا، که چېرې سادات محاکمه نه شي نو په راتلونکي کې نورو ته هم دا جرئت ور کول کېږي چې بيا دا ډول چاره ترسره کړي.

ده زياته کړه: ((دا بايد له ولسي جرګې و ايستل شي او بهرني هېوادونه هم ورته پنا ورنه کړي.))

د يادې ټولنې يوه بل غړي حسين احمد پژواک ته وويل، چې انور سادات د بيان له ازادۍ څخه ناوړه استفاده کړې او د ملت په کور کې يې د افغانستان غوڅ اکثريت قوم ته سپکاوى کړى دى.

نوموړي پر ازبک قوم غږ وکړ، چې نوموړى دى د خپل وکيل په توګه نه مني ځکه دى غواړي چې له دې لارې په افغانانو کې يوه تفرقه واچوي.

د لاريون کوونکو له لوري يو درى ماده ييز پرېکړه ليک هم ولوستل شو چې له مخې يې د انور سادات څرګندونې غندلې شوې او له ټولو هېوادوالو يې غوښتي چې د ملي يووالي لپاره کار وکړي.

په پرېکړه ليک کې د نوموړي محاکمه کېدل په جدي ډول غوښتل شوي، دوى ګواښ کوي که چېرې نوموړى محاکمه نه شي نو چوپ به پاتې نه شي او پوښتنه به ترې وکړي.

په پاى کې د نوموړي انځور ته د لاريون کوونکو له لوري اور واچول شو او د هغه پر ضد يې شعارونه ورکړل.

د يادونې ده، لويې څارنوالۍ پرون له سادات څخه د څېړنو امر کړى او هغه يې له هېواد څخه ممنوع الخروج اعلان کړى دى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.