اسعداباد-محمودراقي-جلال اباد (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٢): د کونړ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې تېره شپه د حکومتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته کې ١٢ عام وګړي ټپيان شوي دي.
د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال ارکان حرب عبدالحبيب سيدخېل د زمري په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه د مانوګي ولسوالۍ د ټنټېل په سيمه کې د دولت د وسله والو مخالفينو او د ملي پوځ د سرتېرو تر منځ نښته شوې وه.
هغه زياته کړه، چې د نښتې پر مهال د طالبانو يوه د هاوان مرمۍ پر يوه کور لګېدلې چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون د ياد کور ١٢ غړي ټپيان شوي دي.
بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې د مانوګي ولسوالۍ په نښته کې يې د ملي اردو ځواکونو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه ادعا وکړه، چې ملکي وګړي د ملي اردو پر ډزو ټپيان شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې، د نورستان په وانټ وايګل ولسوالۍ کې د طالبانو د دوو ډلو تر منځ نښته رامنځته شوې ده.
په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو دويمې پلې لوا د عامه اړيکو مسوول جګړن هارون يوسفزي پژواک ته وويل، چې په دې نښته کې د ونس په نوم يو قوماندان وژل شوى او درې نور طالبان له ملي پوځ سره يو ځاى شوي دي.
طالب وياند وايي، چې دوى په وايګل کې له سيمه ييزو پوليسو سره نښته کړې ،چې په پايله کې يې يو عادي طالب وژل شوى دى.
بلخوا د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو يو فعال سرګروپ، چې په وسله والو نښتو او ماينونو خښوولو کې يې لاس درلود ، نيول شوى دى .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل ، چې ياد قوماندان مولوي نېک محمد نومېږي او د ګډو ځواکونو له خوا نيول شوى دى.
د هغه په وينا، دوه ورځې وړاندې مولوي نيک محمد د خوګياڼو په چمتلې سيمه کې له خپلو نورو ملګرو سره يو ځاى پر دوو پوليسو بريد کړى و، چې دوه يې وژلي وو.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې مولوي نيک محمد په دوو مستعارو نومونو ليونى قاري او مولوي ګل فام مشهور و او نوموړى ډېر وخت له پوليسو او نورو امنيتي ځواکونو سره مخامخ جنګيدلى دى.
بلخوا چارواکي وايي، چې په کاپيسا کې د يوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي او په بدخشان کې بيا دوه نور په ټپي حالت کې نيول شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل همايون رشيدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په قورغل سيمه کې د يوه پاکستاني په ګډون دوه وسله وال طالبان وژل شوي او يو ټپي دى.
دى وايي، دغه مرګ ژوبله وروسته له هغه په يو ساعته نښته کې رامنځته شوه، چې طالبانو په سيمه کې پر امنيتي پوسته بريد وکړ.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د وژل شوو طالبانو مړي د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دى وايي، چې په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو دوه کلاشينکوفونه او يو موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي .
د يو بل خبر له مخې، د بدخشان امنيه قوماندان امام الدين مطمئين وايي، پوليسو د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د وسله والو مخالفينو يو ټپي شوى سرګروپ او د هغه يو ټپي ملګرى نيولي دي.
هغه وويل، چې دغه دوه تنه د دغه ولايت په وردوج ولسوالۍ کې ټپيان شوي او د درملنې لپاره پاکستان ته لېږدول کېدل چې د فيض اباد په يو هوټل کې ونيول شول.
د بدخشان امينه قوماندان دا هم وويل، چې پوليسو د فيض اباد په ښار کې ١٥ بې بندوباره کسان، چې خلک يې ځورول، له درې ميله تومانچو سره نيولي دي.
وسله والو مخالفينو تر دې دمه د يادو دواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.