Language

ماين چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله

 لښکرګاه (پژواک،۲زمرى۹۲): د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنې پنځو پوليسو ته مرګ ژوبله واړوله.

 د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن ماسپښين يوه بجه د ګرمسېر ولسوالۍ په دروېشانو سيمه کې رامنځته شوې ده.

 ده زياته کړه، په پېښه کې دوه پوليس افسران وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

 د ګرمسېر ولسوال ايوب عمر عمري هم د يادې پېښې پخلى کوي او وايي، چې د پېښې قربانيان پوليس دي، خو نور معلومات يې په اړه ورنه کړل.

 يوه بله امنيتي سرچينه ،چې د نوم له ښودلو ډډه کوي، وايي چې چاودنه د دروېشانو د پوليسو د حوزې پر مشر شوې ده.

 د هغه په وينا، په پېښه کې د حوزې مشر نعمت اکا او مرستيال يې متين وژل شوي او درې نور پوليس ټپيان دي.

 وسله والو مخالفينو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Related Topics