Language

په حصارک او ازره ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل شوي

کابل-جلال اباد (پژواک ٢ زمرى ٩٢): د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ملي اردو ځواکونو په مشرۍ يې په حصارک او ازرې ولسواليو کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د ملي دفاع وزارت له خوا د زمري په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو عملياتو کې ملي پوليس او د ملي امنيت ځواکونه هم برخه لري.

د ملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي ويلي، چې په دغو عملياتو کې نړيوال ځواکونه هېڅ ونډه نه لري او افغان ځواکونه له خپل هوايي ځواک څخه کار اخلي.

نوموړي زياته کړې، چې د دغو عملياتو په پايله کې په يادو سيمو کې امنيت ټينګ شوى، خو د دغو عملياتو نورې لاسته  راوړنې به وروسته په ډاګه شي.

دغه عمليات وروسته له هغه پيل شوي، چې په يادو ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو د خوځښتونو د ډېرېدو خبر  ورکړل شوى و.

د لوګر د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکو شکايت کړى و، چې ټولې لارې يې وسله والو طالبانو بندې کړي،  چې له امله يې خلک د خوراکي توکو له سخت کموالي سره مخ دي.

دغه راز د ننګرهار د حصارک ولسوالۍ پخواني ولسوال عبدالخالق معروف هم ويلي و، چې که بېړنۍ مرستې ورته ونه رسېږي، نو دا ولسوالي به سقوط وکړي.

څو ورځې مخکې د ولسمشر کرزي په مشرۍ د ارګ په امنيتي غونډه کې هم د يادو ولسواليو پر امنيت اندېښنه څرګنده شوې وه.

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې د ننګرهار د حصارک په ولسوالۍ کې يې د شاهين ١٥ په نوم پراخ عمليات پيل کړي او اوس هم دوام لري.

د هاتفي په خبره، د لوګر د ازرې په ولسوالۍ کې هم د ٢٠٣ تندر قول اردو له لوري تصفيوي عمليات پيل شوي، چې دوى  يې هم په ملاتړ د حصارک په ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

دى زياتوي، د حصارک په ولسوالۍ کې د مخالفينو ډېر قوي مرکزونه موجود وو، نو د تصفيې په خاطر يې په ياده ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات په لاره اچولي دي.

د هاتفي په وينا، ياد عمليات کاملاً افغاني عمليات دي او په لومړي ځل په کې د افغانستان له هوايي ځواک څخه کار اخيستل شوى دى.

دى وايي، له عملياتو وروسته به په دې ولسوالۍ کې ټول خلک وکولاى شي، چې پرته له کومې وېرې د ټاکنو کارتونه ترلاسه کړي او په راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

ده زياته کړه: ((داسې تشويش موجود و، چې په حصارک کې به د ټاکنو بهير ټکنى وي، يوه موخه يې همدا ده ، چې بايد په حصارک کې هم ټاکنې ترسره شي.))

د قول اردو وياند زياتوي، چې په يادو عملياتو کې يې تر دې مهاله يو شمېر وسلې او نور مهمات نيولي دي.

د حصارک ولسوال فاروق همت پژواک ته ياد عمليات تاييد او زياته يې کړه، چې په دې ولسوالۍ کې د يادو عملياتو پايله ښه ده او د امنيتي چارو ښه والي ته هيله مندي ښيي.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.