هرات (پژواک، ٣ زمرى ٩٢): د بادغيس سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې به لسګونه وسله والې ډلې ډېر ژر بې وسلې کړي.
په بادغيس کې په دې وروستيو کې نا مسوولو وسله والو سيمه نا امنه کړې او تر منځ يې شخړې زياتې شوې دي.
د بادغيس د والي وياند ميرويس ميرزکوال د زمري په ٣ مه پژواک ته وويل، دوه ورځې مخکې په جوند ولسوالۍ کې د وسله والو تر منځ نښته کې دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، وسله وال په پخواني جهادي قوماندانانو پورې تړلي خلک دي او په ناقانونه توګه له ځان سره وسلې ساتي.
د ميرزکوال په خبره، د ولايتي او امنيتي ادارو په ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې شاوخوا ٢١ وسله والې ډلې به په درېيو پړاوونو کې بې وسلې کړي.
نوموړى زياتوي، هره ډله شاوخوا ١٥ وسله وال لري، چې تر وسله والو مخالفينو وروسته د دولت او خلکو لپاره دويم ستر سرخوږى دى.
د ميرزکوال په خبره، لومړى به له دوى وغواړي، چې په سوله ييزه توګه وسلې وسپاري ، خو که يې دا ونه منله، نو له پوځي زوره به کار واخلي.
د جوند ولسوالۍ يو قومي مشر صوفي ګل احمد وايي، چې په بادغيس کې په ډېر شمېر ناقانونه وسلې شته او په هر کور کې ساتل شوې دي.
هغه زياتوي، اوس هم په ځينو سيمو کې پخواني جهادي قوماندانان واک چلوي، چې بايد وسله ترې واخيستل شي.
د نوموړي په خبره، دوه ورځې مخکې په دې ولسوالۍ کې د دوو وسله والو ډلو تر منځ په يو ساعته نښته کې له دواړو لورو دوه تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې يوه اونۍ مخکې د پروان په جبل السراج کې هم د دوو وسله والو ډلو تر منځ نښته کې ٩ تنه ووژل شول.