Language

تورخم کې پنځه تنه له چاودېدونکو توکو سره نيول شوي

جلال اباد (پژواک٣زمرى٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په بېلابېلو پېښو کې د يوې ښځې په ګډون پنځه تنه له چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسين خېل د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ښځه له دوو زامنو سره نن له غرمې مخکې په تورخم کې له ريموټ کنټرول ماين سره يوځاى د پوليسو له خوا نيول شوې ده.

ده زياته کړه، له دغو کسانو سره  د طالبانو تبليغاتي پاڼې هم نيول شوې دي.

د هغه په وينا، دوه نور کسان هم نن په تورخم کې له يو شمېر مهماتو، څو مخابرو او د ماين له لينونو او چاودېدونکو توکو سره نيول شوي دي.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان سلګونو خلکو د يوه لاريون په ترڅ کې د څرخي پله په زندان کې بنديانو ته له شکنجې ورکولو شکايت کاوه او له محکمو يې غوښتنه کوله، چې په خپلو پرېکړو کې له عدل او انصافه کار واخلي.

د لغمان ولايت سلګونو اوسېدونکو نن د زمري په درېيمه د يوه سوله ييز لاريون په ترڅ کې له مرکزي دولت او محاکمو څخه غوښتنه وکړه، چې له عبدالصمد سره دې له عدل او انصافه کار واخيستل شي.

د لاريون کوونکو په ادعا، عبدالصمد څو مياشتې وړاندې د يو شمېر مغرضو اشخاصو له لوري د اختطاف په تور په دولت نيول شوى، چې اوس مهال په زندان کې د ژوند شپې او ورځې تېروي.

لاريون کوونکو ادعا وکړه، چې نوموړى د څرخي پله په زندان کې دومره سخت شکنجه شوى، چې غوښې او نوکان يې په امبرونو شکول شوي او په يو شمېر خبرو مجبوره کړاى شوى، چې اقرار وکړي.

د عبدالغفار په نوم يوه لاريون کوونکي پژواک خبري اژانس ته وويل، له ټولو ستونزو سره سره، بيا هم لومړۍ محکمې عبدالصمد برى الذمه اعلان کړ، خو د يو شمېر خودغرضه خلکو په لاسوهنه نوموړي ته په دويمه محکمه کې د شل کاله بند سزا واورول شوه.

نوموړى په ځانګړې توګه له سترې محکمې او په خاصه توګه له درېيمې محکمې غواړي، چې له عبدالصمد سره دې له عدل او انصاف څخه کار واخيستل شي.

ده زياته کړه: ((بايد انصاف وشي، ځکه که چېرې همدا شان د خلکو په پلمو يو کس بندي کيږي، نو موږ به هېڅکله هم چوپ نه شو.))

لاريون کوونکو ګواښ وکړ، چې که يې دولت خبره ونه مني، نو دوى به خپلو لاريونونو ته دوام ورکړي او د کابل _ جلال اباد لويه لاره به د ترافيکو پرمخ بنده وساتي.

نن هم لاريون کوونکو د کابل _ جلال اباد لويه لاره شاوخوا د يوه ساعت لپاره د ترافيکو پرمخ تړلې وه.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د څرخي پله زندان او سترې محکمې له مسوولينو سره اړيکه ونيسي، خو بريالى نه شو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.