کابل (پژواک ٣ زمرى ٩٢): د ملي دفاع وزارت چارواکي وايي، د لوګر په ازره او د ننګرهار په حصارک ولسواليو کې د پيل شوو عملياتو په ترڅ کې تر دې مهاله ٢ امنيتي منسوبين او نهه مخالفين وژل شوي دي.
د سيمرغ په نوم دا عمليات وړمه ورځ پيل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز د اوپراسيون مشر تورن جنرال افضل امان د دغه وزارت له وياند جنرال محمدظاهر عظيمي سره په ګډه خبري ناسته کې په کابل کې وويل، چې په يادو دواړو ولسواليو کې د مخالفينو شمېر شاوخوا ٤٠٠ کسانو ته رسېږي چې بهرنيان هم په کې دي.
د امان په وينا، په دغو عملياتو کې چې له پلان سره سم پر مخ ځي، د ملي اردو څلور ځمکني کنډکونه او دوه هوايي ټولي برخه لري او د پوليسو همکاري هم ورسره ده.
جنرال عظيمي وويل، طالبانو غوښتل چې د ازرې او حصارک ولسوالۍ په خپل واک کې ولري تر څو يې د خپل مرکز په توګه وکاروي او له همدې ځايه پر نورو سيمو د بريدونو پلان جوړ کړي.
دى ادعا کوي، چې طالبانو هڅه کوله خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د سيمې له چارواکو سره سازش وکړي.
د امان په خبره، تېره ورځ وسله والو مخالفينو د لوګر د خوشي ولسوالۍ په دوبندۍ سيمه کې پر امنيتي ځواکونو هم د دهشکې بريدونه کول، خو دهشکه په هوايي بريد کې له منځه ولاړه.
هغه وايي، وسله وال مخالفين هڅه کوي پر سړک د ماينونو د خښولو له لارې امنيتي ځواکونو ته تلفات واړوي.
د امنيتي چارواکو د يادو څرګندونو په اړه وسله والو طالبانو تر دې دمه څه نه دي ويلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP