Language

غزني کې د لاسي صنايعو نندارتون پرانيستل شو

غزني (پژواک ۳ زمری ۹۲): په غزني ښار کې د سوداګرۍ خونې له لوري د مېرمنو د لاسي صنايعو لپاره نندارتون جوړ شو.

دغه نندارتون ، چې نن (د زمري ٣مه) پرانيستل شو او له دې وروسته به په هره اونۍ کې دوه ورځې د خلکو پر مخ پرانيستى وي او خلک کولای شي، چې هم د نندارتون توکي وګوري او هم يې وپېري.

د غزني د سوداګرۍ خونې مشر عبدالمتين قلندري پژواک ته وويل، نندارتون يې په دې موخه پرانيست، څو له يو لوري مېرمنې وهڅول شي او له بلخوا لاسي صنعت ته بازار پيدا شي.

د نوموړي په وينا، دغه نندارتون به، چې په کې ګنډ، دسمالونه، په مريو اوبدل شوي ډول ډول توکي، يخنونه او داسې نور توکي اېښودل شوي، په هره اونۍ کې دوه ورځې (چهارشنبې او پنجشنبې) د خلکو پر مخ پرانيستى وي.

قلندري له خلکو وغوښتل، چې خپل لاسي صنايع دې وکاروي، تر څو يې توليد هم زيات شي او هغه مېرمنې چې کورنى اقتصاد يې کمزورى دى، يو څه ګټه ترلاسه کړي.

د غزني د ولايتي شورا وکيله حميده ګلستاني وايي، چې د دغه نندارتون په مرسته به هم مېرمنې وهڅول شي او هم به يې لاسي صنايعو ته مارکېټ پيدا شي.

د هديې په نوم يوه مېرمن، چې خپل توکي يې دغه نندارتون ته راوړي وايي، چې هر نندارتون د دوى د توکو لپاره د خرڅلاو يو بازار دى.

هغه وايي، چې دې ته ورته نور نندارتونونه دې هم جوړ شي، تر څو مېرمنې د لاسي صنايعو توليد ته وهڅول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې درې کاله مخکې د غزني د مېرمنو لپاره باغ او يو مارکېټ هم جوړ شول، خو د ناامنۍ له امله تر دې مهاله د ښځينه بازار تړلى پاتې دى.

Related Topics