لښکرګا(پژواک٤زمرى٩٢): د تېرو کلونو په پرتله سږکال په هلمندکې امنيتي ستونزې زياتې شوي ، چې له امله يې د ملي اردو د سرتېرو د مرګ ژوبلې شمېره هم زياته شوې ده.
دغه څرګندونې په هلمندکې د٢١٥ ميوندقول اردو قوماندان ارکان حرب سيد ملوک تېر ماښام دښوراب په نظامي اډه کې وکړې او ويې ويل، چې د روان کال له پيله تر اوسه يې ١١٦ تنه سرتېري وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو کلونو په پرتله سږکال له ډيرو ستونزو سره لاس اوګريوان دي، چې د وژل شويو سرتېرو ترڅنګ يې د ملي اردو څلور سوه سرتېري ټپيان شوي هم دي.
د قوماندان په وينا، چې ددوى سرتېرو ته داوښتې مرګ ژوبلې مانا دا نه ده ، چې ګواکې دوى کمزوري شوي ، بلکې ددولت وسله والو مخالفينو خپل فعاليتونه زياته کړي، چې ښه بېلګه يې ددې ولايت دسنګين ولسوالۍ روانه جګړه ده.
سيدملوک وايي، چې په سنګين ولسوالۍ کې شاوخوا درې مياشتې مخکې د وسله والو طالبانو له خوا د سيمې په کچه پلان شوې جګړه دافغان ځواکونو په بريا پاى ته ورسېده، خو څنګه چې ښايي دلته په سيمه کې امنيت خوندي کړي ، نو له نورو ارګانونوسره دنه همغږۍ له امله بېرته له ستونزو سره مخ شول.
دغه راز نوموړي په ملکي اداره هم نيوکه وکړه او ويې ويل ، چې افغان امنيتي ځواکونه په عملياتو او دولت له وسله والو مخالفينوسره په جګړه بوخت دى،خو ملکي اداره کمزورې ده او دخلکو په پخلاکولو او هغوى ته د خدماتو په رسولو کې پاتې راغلې ده.
نوموړي زياته کړه،چې په سيمه کې ګڼ شمېر کورنۍ کډوالې شوي،کورونه يې وران شوي، خو ددولت له خوا هيڅ مرسته ورسره نه ده شوې.
د هلمند د والي مرستيال احمدمسعود بختور د قوماندان خبره رد نه کړه او ويې منله چې هلته ستونزې شته ، چې دوى يې دحل کولو لپاره لاس په کار شوي او بې ځايه شويو کورنيو ته يې د مرستو لړۍ پيل کړې ده.
دبختور په خبره، چې د يادې جګړې او د لارو پر سر د وسله والو طالبانو له خوا د خښ کړل شويو ماينونو له امله ملکي وګړو ته ډيره مرګ ژوبله اوښتې ده ، چې له همدې امله د دولت له وسله والو مخالفينو څخه دجګړې دبندېدو غوښتنه کوي.
په سوېلي زون کې د ايساف لوى قوماندان جنرال ميلر وويل، چې اوس مهال په دې سيمه کې د عملياتو مشري افغان ځواکونوته سپارل شوې او دوى يواځې مشورې ورکولواو دجګړې پرمهال دټپيانو او وژل شويو کسانو د لېږد په برخه کې مرسته کوي.
نوموړي زياته کړه ، چې افغان امنيتي ځواکونه په ښه مورال روزل شوي او د دولت وسله وال مخالفين د مخامخ جګړې توان نه لري.
ده وويل : (( موږ به دافغان ځواکونو ملاټر او روزلو ته نور هم دوام ورکړو.))