Language

ولسمشر حامد کرزى ايران ته ځي

کابل (پژواک، ٣زمرى ٩٢) : ټاکل شوې ، چې ولسمشر حامدکرزى  په نږدې راتلونکي کې ايران ته سفر وکړي .

  د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي ، چې ولسمشر حامدکرزى به د زمري په ١٣مه د يکشنبې په ورځ  د ايران د نوي ولسمشر ډاکټر حسن روحاني د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د ګډون په موخه تهران ته لاړ شي .

سرچينې زياته کړې ، چې له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير زلمى رسول هم ملګرتيا کوي .

په خبرپاڼه کې زياته شوې ده ، چې په تېره يوه لسيزه کې دواړو هېوادونو يو له بل سره په ټول برخو کې د همکارۍ نږدې اړيکې تجربه کړې او دغه راز په ټولو برخو په ځانګړې توګه په سوداګريزو او اقتصادي برخو کې همکاري د دواړو هېوادونو په لومړيتوبونو کې راځي .

Related Topics