Language

د ٥١ وسله والو د وژلو ادعا وشوه

لښکرګاه- ميدان وردګ (پژواک ۵ زمری ۹۲): په هلمند او ميدان وردګو کې د جلا پېښو پر مهال د ٥١ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړل شو.

د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه د ايساف په هوايي بريد کې ٤٥ وسله وال طالبان ووژل شول.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو تېره شپه د نيمروز په چهار بُرجک ولسوالۍ کې پر يوې امنيتي پوستې تر بريد وروسته غوښتل د هلمند بهرامچې ته ولاړ شي، چې تر هوايي بريد لاندې راغلل.

سرچينه وايي، طالبانو په پنځو لنډکروزر موټرو کې سفر کاوه، چې د ايساف الوتکو په نښه کړل.

سرچينه زياتوي، په بريد کې د ګلبدين په نوم د وسله والو يو قوماندان سخت ټپي شوى، چې د ملګرو له لوري يې د درملنې لپاره پاکستان ته وړل شوى دى.

د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو کې د دوو وزيرستانيانو په ګډون شپږ وسله وال وژل شوي او درې نور ژوندي نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوګياڼى وايي، چې د ميدان ښار اړوند د قطار سنګ په سيمه کې تېره شپه د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د حزب اسلامي د دوو قوماندانان ذوالفقار او حشمت الله په ګډون پنځه تنه، چې دوه په کې وزيرستانيان، وژل شوي دي.

نوموړى وايي، چې د سيداباد په اونخي کې د عملياتو پر مهال د رحمت شاه په نوم طالب قوماندان، چې په غورځنګ مشهور و له دوو نورو ملګرو سره ژوندى نيول شوى او يو بل ملګرى يې وژل شوى دى.

وسله والو د هلمند د بهرامچې د پېښې په اړه څه نه دي ويلي، خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې د هلمند په سنګين، موسي کلا او ګرشک کې يې په نښتو او ماين چاودنو کې کورنيو او بهرنيو سرتېرو ته دروند زيان اړولى او د هغوى څو پوځي وسايط يې له منځه وړي دي.