چاريکار (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د پروان په سياه ګرد کې سيمه ييزو خلکو دوه طالبان نيولي او وايي تر هغه چې طالبانو ورته د پوهنې او کرنې د وژل شوو مديرانو قاتلان نه وي سپارلي، دغه کسان نه خوشي کوي.
د پروان د پوهنې مشر زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې دوو وسله والو د سياه ګرد ولسوالۍ په سياه ګرد کلي کې د دې ولسوالۍ د پوهنې او کرنې مديران (نجيب الله او اميرګل) د تراويح د لمانځه پر مهال له جوماته و ايستل او ويې وژل.
د هغه په وينا، وروسته کشفي معلوماتو وښوده او سيمه ييزو طالبانو هم ويلي، چې ياد دوه تنه دوى وژلي دي.
د شهيد په وينا، له همدې امله تېره ورځ د سيمې خلکو لاريون وکړ او د سياه ګرد کلي ته څېرمه د قمچاق په سيمه کې يې دوه طالبان ونيول.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، د سيمې خلکو ويلي، تر هغه چې طالبان ورته د يادو دوو مديرانو قاتلان ونه سپاري، دوى دغه کسان نه خوشي کوي.
د جاوېد په نوم د يادې ولسوالۍ د مرکزي سيمې يو اوسېدونکى هم وايي، لومړى اوازه خپره شوه چې نجيب الله او اميرګل وسله والو طالبانو وژلي او وروسته د سيمې خلکو دوه طالبان برمته کړل.
وسله والو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.