Language

د چاريکارو لسګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

چاريکار (پژواک ٥ زمرى ٩٢): د پروان په مرکز چاريکارو کې د ١٨ ميليونه افغانيو په لګښت د برېښنا د يوې پروژې په پلي کېدو سره  ١١٠٠ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې.

په پروان کې د برېښنا شرکت مشر غلام حيدر صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چاريکارو ښار د ١٢مې حوزې په سيمه کې د لس کيلواټ امپېر وړتيا لرونکى ترانسفرمر د همدغه شرکت په لګښت نصب او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

هغه وويل، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره په يادو ١١٠٠ کورنيو کې شاوخوا ٥٠٠٠ تنه له برېښنا څخه برخمن شول.

د سيمې خلک هم له دې امله چې برېښنا ته يې لاسرسى پيدا کړى، ډېر خوښ دي.

د محمدظريف په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي وويل: “تر اوسه مو له اريکين او ګاز څخه کار اخيست، اوس ډېر خوښ يو چې ډېرې اړتياوې مو د برېښنا له لارې حل کولاى شي.”

په پروان کې د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په چاريکارو کې څلور مېګاواټه د ازبکستان وارداتي برېښنا پر ٩٠٠٠ کورنيو وېشل شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، لا هم په چاريکارو کې له لس زرو ډېرې کورنۍ برېښنا نه لري، خو هغوى ته هم د برېښنا د رسولو لپاره هڅې روانې دي.

Related Topics