Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په ټول زابل کې د نوم ليکنې پروسه پيل شوه

کلات (پژواک ٥ زمرى ٩٢): په زابل ولايت کې د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون ځايي دفتر اعلان وکړ، چې د دغه ولايت د مرکز تر څنګ په ولسواليو کې هم د رايې ورکوونکو لپاره د نوم ليکنې پروسه پيل شوه.

د زابل د ټولټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي د زمري په ۵مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دوی د نوم ليکنې پروسه د يو نارينه او يوه ښځينه مرکز په درلودو سره نن د زابل له خاک افغان ولسوالۍ پرته په مرکز او ټولو ولسواليو کې په رسمي توګه پيل شوه.

د هغه په وينا، په پلان کې لري چې په دغه ولايت کې تر ٤٠ زرو پورې کسان د نوم ليکنې په پروسه کې ګډون وکړي او کارتونه واخلي.

نقشبندي وويل، چې تر دې وړاندې ټولو ولسواليو ته اړين توکي او پرسونل رسول شوي يواځې خاک افغان ولسوالۍ د امنيتي ستونزو له امله له دې پروسې پاتې ده.

دى وايي، امنيتي ارګانونو ته ډاډ ورکړى، چې ډېر ژر به په خاک افغان ولسوالۍ کې هم امنيت تامين کړي، وروسته به هلته هم دا پروسه پيل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د ځايي دفتر مسوول وويل، چې دا پروسه به د تلې مياشتې تر پنځمې نېټې پورې دوام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې نن په کابل او نورو ولايتونو کې هم دا پروسه پيل شوې ده.

ټاکل شوې چې د راتلونکي لمريز کال د وري پر ۱۶مه نېټه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شورا ګانو لپاره ټاکنې ترسره شي چې د کارتونو وېش هم يادو ټاکنو د تيارۍ په موخه ترسره کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.