Language

مدني ټولنې د ارواښاد سعيد نيازي له هڅو ستاينه وکړه

کابل (پژواک٦زمرى٩٢): په کابل کې د مدني ټولنو يو شمېر غړو، ليکوالو او ژورنالستانو، د ارواښاد ډاکټر سعيد نيازي د مدني فعاليتونو د ستاينې په موخه نن په کابل کې غونډه جوړه کړه.

نيازي د افغانستان د مدني ټولنې د پراختيا د مرکز مشر  وو چې د تېرې مياشتې په ١٣ مه د کابل- جلال اباد پر لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ومړ.

نننۍ غونډه په کابل کې د اړيکو په دفتر (The Liaison Office)  جوړه شوې وه چې د غونډې ګډونوالو د مرحوم سعيد نيازي پر شخصيت، خدمتونو او د هغه په مدني فعاليتونو خبرې وکړې.

دوى وويل چې نيازي په هېواد کې دديموکراسۍ د پياوړتيا لپاره د پام وړ هڅې کړي دي.

د مدني ټولنې غړي انجنير عزيز رفيعي د نيازي  مړينه ددې ټولنې لپاره لويه ضايعه وبلله او ويې ويل چې د هغه ياد به د مدني ټولنې غړي او د هغه د ملګرو په زړونو کې د تل له پاره ژوندى وي.

 د رفيعي په خبره، نيازي د ټولنې د ستونزو په رابرسېره کولو او هغه ته دحل لارو په وړاندې کولو کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.

د نننۍ غونډې بل ګډونوال، د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر عبدالغفور لېوال په خپلو خبرو وړانديز وکړ چې د ډاکټر نيازي بايد د نوموړي ليکل شوي او ثبت اثار راټول شي.

لېوال وايي چې په دې توګه به له يوې خوا د سعيد نيازي خدمتونه ستايل شوي وي او له بلې خوا به د هغه له تجربو او افکارو ګټه واخستل شي.

د غونډې د ځېنو نورو ګډونوالو وړانديز دا وو چې د مدني ټولنې لخوا د نيازي په نوم جايزه ونومول شي او همداراز د هغه د ياد د ژوندي پاتې کېدو لپاره د پوهنې وزارت يو ښوونځي هم د هغه په نوم کړي.

په نننۍ غونډه کې د نيازي د کورنيو غړو ته د اروپايي ټولنې، په کابل کې د امريکا سفارت او ځېنو بنسټونو ستاينليکونه د مدني ټولنې د غړو لخوا ډالۍ شول.

د نيازي زوى منصور نيازي د مدني ټولنو له غړو د مننۍ ترڅنګ وويل چې د خپل پلار لاره به تعقيب کړي.

نيازي وويل چې پلار يې د هېواد په ډېرو حساسو شرايطو کې په هېواد کې د ډيموکراتيکو ارزښتونو د پياوړتيا لپاره د پام وړ خدمتونه کړي دي.