Language

“ځېنو ښوونځيو کې د پاکستاني نصاب”د تدریس ځواب دې طالبان ووايي

کابل ( پژواک ٦ زمرى ٩٢) د پکتيکا په يو شمير ښوونځيو کې، چې د پاکستان تعليمي نصاب او اردو ژبه تدريس کيږي، بايد په اړه يې طالبان ځواب ووايي.

د بهرنيو چارو له وزارت څخه پژواک اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې د افغانستان دولت هيڅکله چاته اجازه نه ورکوي،چې دافغانستان په ښوونځيو کې دې د پردي هيواد ښوونيز نصاب او ژبه تدريس شي.

خبرپاڼه د بهرنيو چارو وزارت د وياند جانان موسى زي له خولې کاږي،چې د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کې د افغانستان د دولت ښوونيز او تحصلي نصاب تدريس کيږي.

سرچينه د موسى زي له خولې زياتوي، هيڅ بنسټ د دې اجازه نلري،چې د افغانستان د واکمنو ادارو له اجازې پرته دکوم بل هېواد ښوونيز نصاب راوړي او يا په کومه پردۍ ژبه افغان ماشومانو ته تدريس وکړي.

خبرپاڼې د موسى زي خبرې راخيستي او وايي،چې د طالبانو مشران او قوماندانان د دې کار مسووليت لري او بايد ځواب يې ووايي،چې ولې په ناقانونه توګه د افغانستان د تاريخ پر ځاى د پاکستان تاريخ په مدرسو کې تدريسوي.

د بهرنيو چارو وزارت دغه ښوونځي غير قانوني بولي او زياتوي،چې په سيمه کې حاکم وسله وال دې ولس ته ځواب ووايي.

تر دې مخکې د پوهنې وزارت له لوري هم په پکتيکا کې د دې ډول ناقانونه ښوونځيو شتوالى رد شوى و.

څو ورځې مخکې ځينو رسنيو داسې خبرونه خپار کړل،چې د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې په يوه غير رسمي ديني مدرسه کې زده کوونکو ته د پاکستان نصاب او اردو ژبې تدريس کيږي.