Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند د ١٦ کلنو فوټبال سياليو کې افغاسنتان ته ماتې ورکړه

کابل (پژواک ٧ زمری ۹۲): د هندوستان د ۱۶ کلنو لوبغاړو فوټبال لوبډلې د سوېلي اسيا سياليو په نيمه پاىلوبه کې تر يوې سختې مقابلې وروسته افغانستان ته ماتې ورکړه.

دا سيالۍ تېره اونۍ د نيپال په پلازمېنه کټمنډو کې پيل شوې او ټاکل شوې چې سبا ته پاى ته ورسېږي.

د (ګول نيپال) په نامه د يوې نيپالۍ وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، د افغانستان او هندوستان تر منځ د يادو سياليو نيمه پاىلوبه پرون مازديګر ترسره شوه.

سرچينه زياتوي، چې دواړو لوبډلو ډېره په زړه پورې لوبه وکړه، خو د لوبې د رسمي وخت تر پايه پورې هېڅ  يوې لوبډلې د ګول په وهلو بريالۍ نه شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د لوبې تر مساوي کېدو وروسته دواړو لوبډلو ته پنځه، پنځه پنلټي ورکړل شول، خو افغان لوبغاړو دوه پنلټي ضايع کړل او دغه راز هندوستان لوبه د دريو په مقابله کې په څلورو ګولونو وګټله.

تر دې مخکې په ګروپي سياليو کې افغانستان له پاکستان او نيپال سره لوبه مساوي کړې وه.

په دويمه پاىلوبه کې نيپال بنګله دېش ته ماتې ورکړه، سبا به د هندوستان او نيپال ترمنځ د دې سياليو پاىلوبه ترسره شي.

د فوټبال يوه کارپوه هادي کاظمي پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان د ۱۶ کلنو لوبغاړو لوبډلې دا لومړی ځل و، چې په دغو سياليو کې يې برخه اخيستې او ډېره ښه لوبه يې کړې ده.

د هغه په وينا، د هندوستان لوبډله پياوړې وه، خو افغان لوبغاړو ورسره  پرون ښه مقابله وکړه او د ګټې ډېر چانسونه يې درلودل، خو ضايع يې کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.