جلال اباد (پژواک ٨ زمرى ٩٢): د ننګرهار د والي ګل اغا شېرزي د بنسټ له خوا پر بې وزلو د مرستو د وېش پر مهال د ګڼې ګوڼې له امله يو تن وژل شوى، څو تنه ټپيان شوي او يو شمېر نور بې هوښه شوي دي.
د ننګرهار شاهي ماڼۍ مخې نن سهار (د زمري اتمه) سلګونه بې وزلي، کونډې، يتيمان او نور غريب خلک راټول شوي وو، چې د والي ګل اغا شېرزي له خوا پرې مرستې ووېشل شي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له سهاره زرګونه ښځې، ماشومان او سړي د ننګرهار شاهي ماڼۍ ته د مرستې د ترلاسه کولو په موخه ورغلي وو.
د هغه په وينا، چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.
دى وايي: ((وژل شوى ٧٢ کلن سړى دى چې د خلکو تر پښو لاندې شوى او يو تن ټپي دى چې اوس په روغتون کې بستر دى.))
عبدالزى وايي، چې د ننګرهار د والي له لوري تر اوسه پورې شاوخوا ٤٠ ميليونه کلدارې او افغانۍ پر بې وزلو وېشل شوې دي.
د مير حسن په نوم يوه معيوب چې بايسکل يې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مات شوى او په خپله هم
برسېرن ټپي و، پژواک اژانس ته وويل، چې د قصر پر دروازې د خلکو د ګڼې ګوڼې له امله د والي ساتونکو پر خلکو ډزې کړې چې له امله يې ګډوډي رامنځته شوه او خلک يو د بل تر پښو لاندې شول.
دى وايي : ((زما په څېر د پنځو معيوبينو بايسکلونه مات شول او زه ټپي هم شوم.))
د نوموړي په وينا، چې د مرسته ويشونکو له لوري د مرستې بهير په سم ډول نه و ترتيب شوى نو لامل يې دا شو چې لسګونه کسان په کې تر پښو لاندې شول.
منيب الله چې بدن يې ځاى، ځاى په اغزن سيم زخمي شوى وايي چې يو شمېر خلکو بې نوبتي کوله، له همدې امله د والي ساتونکو ډزې وکړې او يو شمېر خلک يې د ټوپکونو پر کونداغونو ووهل.
دى وايي: ((يو دم شور جوړ شو، ښځې او ماشومان ټول تر پښو لاندې شول.))
نوموړى وايي، هغه کسان چې روغتون ته وړل شوي هغه معلوم دي مګر په لسګونو نور داسې کسان هم موجود وو چې برسېرن ټپيان شوي او روغتون ته په خپله تللي دي.
د وژل شوي تن زوى چې د عامه نظم ساتونکى دى د خپل پلار جسد ته يې ژړل او له ډېر فرياد يې خپلې جامې هم وشلولې.
نوموړي پژواک ته وويل، والي پر ځاى د دې چې خلکو سره مرسته وکړي روژه يې ورته په غم بدله کړه.
نوموړي وويل: ((افسوس په دې غريبۍ د پنځو سوو روپو لپاره مو دا حال شو، له دې وږي ښه وو.))
ياده دې وي، د والي ګل اغا شېرزي له لوري هر کال د روژې په وروستيو ورځو کې له يو شمېر اړو خلکو سره مرستې کېږي.