Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندوز (پژواک،٨ زمرى٩٢): د کندوز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا  د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې ١٣ وسله وال وژل شوي دي.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني، پژواک خبري اژانس ته وويل چې څلور ورځې وړاندې، د دغه ولايت د چاردې او ارچې ولسواليو په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات پيل شوي دي.

د ده په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې د چاردرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ١٣ وسله  طالبان وژل شوي او ٤٦ نور ژوندي نيول شوي دي.

هغه زياته کړه، چې په دې سره ياده ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاکه شوه.

حسيني وايي، په چاردرې ولسوالۍ کې پيل شوي عمليات نن له غرمې وروسته پاى ته ورسېدل او د ارچې په ولسوالۍ کې لااوس هم دوام لري.

د ده په خبره، امنيتي ځواکونو د طالبانو يو قوماندان نورالحق، چې په نور ولي مشهور و، د ارچې په هزارجنار سيمه کې نيولى دى.

د کندوز د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سمونوال صفرمحمد پژواک ته وويل، چې په دغو عملياتو کې امنيتي ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ده زياته کړه، هغه سيمې چې له وسله والو پاکې شوې دي، هلته به د پوليسو پوستې جوړې کړي، ترڅو په دغه سيمه کې بېرته طالبان راپيدا نه شي.

د ميرزامحمد په نوم د چاردرې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل، چې دوى د ورځې له خوا هم په خپلو سيمو کې د وسله والو طالبانو له وېرې په ډاډ نه شوى ګرځېدلى، خو له دغو عملياتو وروسته اوس کولى شي چې په ازاده توګه تګ راتګ وکړي.

د يادونې ده چې د دغو عملياتو په اړه تراوسه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.