Language

اسعداباد(پژواک، ٨ زمرى٩٢): دکونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په  هوايي بريد کې شپږ وسله والو طالبان وژل شوي دي.

دکونړ امنيه قوماندان عبدالحبيب سيدخېلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه دکونړ ولايت د مرورې ولسوالۍ اړوند د بچې په سيمه کې بهرنيو ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوايي بريد وکړ.

دده په وينا، په دغه بريد کې د قاري شاهدالله په نوم د طالبانو يو سرګروپ له خپلو پنځو ملګرو سره وژل شوى دى.

خو د وسله والو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې  له يادې پېښې نه دى خبر.

Related Topics