مزارشريف ( پژواک ٨ زمرى ٩٢ ) : په بلخ ولايت کې خبريالان وايي، چې په شمال زون کې د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه د زياتېدو په حال کې دي.
د شمال زون د خبريالانو ټولنې مشر ګلاب شاه باور د زمري په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ناسته يې د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله وکړه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د شمال زون په کچه د خبريالانو پر وړاندې ګواښونه د زياتېدو په حال کې دي؛ خو اړوندې دولتي ادارې يې پر وړاندې غلې دي.
د هغه په وينا، په تېره يوه اونۍ کې د شمال زون په دوو ولايتونو کې يوه راډيو تړل شوې او دوه خبريالانو ډبول شوي دي.
ګلاب شاه وويل، چې په سرپل ولايت کې د دغه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست له خوا د صدای بانو په نوم راډيو تړل شوې او په بغلان ولايت کې د تنوير په نوم د خصوصي تلويزيون دوه کار کوونکي وهل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د اطلاعات او فرهنګ وزارت دنده لري، چې د دغو پېښو پر وړاندې جدي غبرګون وښيي؛ خو لا هم د تېر په شان چوپ دی.
همداراز په مزارشريف کې د نى مرکز مسوول نوراغا شريفي وويل، چې په ورته حالاتو کې د خبريالانو د تاوتريخوالي په اړه يوازې مدني او د خبريالانو د ملاتړ ټولنو غږ پورته کړی دی.
نوموړي زياته کړه، چې دولت او په ځانګړې توګه د اطلاعات او فرهنګ وزارت بايد د خبريالانو پر وړاندې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي.
د شمال زون د خبريالانو د ټولنې مشر باور وويل، چې د دوی د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د تېر کال له لومړۍ مياشتې تر دې دمه د شمال زون په بېلابېلو ولايتونو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۴ پېښې ورسره ثبت دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پېښو کې يو د دولت د مخالفو وسله والو، يوه د زورواکو او پاتې ۱۲ يې د دولتي او امنيتي چارواکو له خوا د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې دي.