جلال اباد(پژواک، ٨ زمرى٩٢): د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د بيارغونې د دوو پروژو چارې پيل شوې او په لغمان کې يوه پروژه ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ د باګراميو –سبزابادسړک او د يوه استنادي دېوال د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
په يادو مراسمو کې د ننګرهار د يوشمير چارواکو سربيره د افغانستان دکليو پراختيا وزير او د ولسي جرګې منشي برخه اخيستې وه.
د کليو پراختيا وزير ويس برمک پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د باګراميو-سبزاباد سيمه کې دوه نيم کيلو متره سړک د ٤٠٠ زره امريکايي ډالر په لګښت د وزارت له بوديجې جوړېږي.
نوموړي زياته کړه ، چې د دغې پروژې چارې به د څلورو مياشتو په موده کې بشپړې شي.
برمک زياتوي ، چې ياد سړک به په پاخه او اساسي ډول جوړ شي ، چې پر جوړيدو به يې د باګراميو او سبزاباد د اوسېدونکو هغه ستونزې، چې پخوا يې د سړک په برخه کې لرلې له منځه لاړې شي.
همداراز د باګراميو،افغان مېنې او سبز اباد په سيمه کې د ١،٣ کيلومتره استنادي ديوال د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
وزير ويس برمک وايي، چې د دغې پروژې ټول لګښت هم د کليو پراختيا وزارت ورکوي او شاوخوا ٢٦٠ زره امريکايي ډالره لګښت پرې راځي.
نوموړى وايي، چې دغه استنادي دېوال به هم په پاخه او اساسي ډول جوړ شي، د باګراميو،افغان مېنې او شاوخوا سيمو اوسيدونکي به د زياتو اوبو له زيان څخه خوندي شي.
د ولسي جرګې منشي انجينر سيد اکرام پژواک ته د ياد سړک او استنادي دېوال د جوړېدو پر کار خوښي وښوده او زياته يې کړه چې په ننګرهار کې ګڼ نور سړکونه او استنادي دېوالونو جوړېدو ته اړتيا ده.
دى وايي: (( هڅه کوو، چې نورې پروژې هم ننګرهار ته راوړو او دا سيمه نوره هم اباده کړو.))
نوموړي د کليو پراختيا له وزيره وغوښتل ، چې په راتلونکي کې دې د ننګرهار لپاره يو شمير د بيارغونې سترې پروژې په پام کې ونيسي، تر څو د خلکو ستونزې هوارې شي.
ده زياته کړه:((دا هم سترې پروژې دي، دلته د استنادي دېوال او سړک اړتيا وه، دا دى دا ستونزه هم مخ په هوارېدو ده.))
د باګراميو اوسېدونکي مولوي تحسين الله پژواک ته وويل، چې د دوى په سيمه کې د استنادي ديوال او سړک اړتيا له بل هر شي څخه زياته وه او دا دى نن يې کار پيل شو.
نوموړي پر جوړوونکي شرکت غږ وکړ ، چې د سړک او استنادي دېوال په کيفيت کې دې تر اخري بريده هڅه وکړي، تر څو يو باکيفيته سړک ولري.
د يوه بل خبر له مخې، د لوګر د مرکز پل علم اړوند د عثمانيه دارالحفاظ د ودانۍ د جوړولو چارې پيل شوې.
د پوهنې وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د درالحفاظ نوې ودانۍ د پوهنې وزارت له لوري په راتلونکو شپږو مياشتو کې جوړېږي، چې څه باندې ۶،۴ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
سرچينه زياتوي، چې نوې ودانۍ به ۸ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، لس غرفې تشنابونه او نورې لازمې ښوونيزې اسانتياوې ولري.
دغه راز د لغمان د الينګار ولسوالۍ د هلکانو د لېسې نوې جوړه شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه.
د پوهنې وزارت وايي ، چې دا نوې ودانۍ د څه باندې ۱۰۵ زره امريکايي ډالرو په لګښت د پوهنې وزارت دپرمختايي بوديجې څخه ديو کال په موده کې جوړه شوې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP