Language

د صحرايي محکمې پلى کوونکى ديني عالم ونيول شو

هرات ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢): په بادغيس کې هغه ملا امام نيول شوى،چې څه موده مخکې يې په جنسي اړيکو د تورنې پېغلې د وژلو حکم ورکړى و.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د زمري په ٩مه پژواک اژانس ته وويل،چې د آبکمري ولسوالۍ د کوکچايل کلي د ديني مدرسې مدرس مولوي عبدالقيوم يې نيولى دى.

نوموړى زياتوي،چې د ملا عبدالقيوم په فتوا يوه مياشت مخکې د خلکو پر وړاندې د حليمې په نوم هغه شل کلنه پيغله ووژل شوه،چې د سيمې له يو ځوان سره په اړيکو لرلو تورنه وه.

شرف وايي،چې ملا عبدالقيوم د سيمې له وسله والو طالبانو سره نږدې اړيکې لرلې.

د ملي امنيت ادارې يوه چارواکي ، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، مولوي عبدالقيوم يې د سيمې د خلکو د شکايت په اساس څو ورځې مخکې ونيو،چې په پلټنو کې يې په خپل جرم اعتراف هم کړى دى.

ديني علما د حدودو جاري کول د ټولنې په خير بولي ، خو پلي کول يې د قضا او محکمې واک ګڼي.

د هرات پوهنتون د شرعياتو پوهنځي استاد پوهنمل عصمت الله محمدي پژواک ته وويل، د شرعي حدودو پلي کول د ټولنې په خير او داسلامي نظام بنسټونه ټينګوي، خو داسې هم نه ده،  چې هر ملا او قوماندان په خپلسر حکم جاري کړي.

محمدي زياتوي، دا د محکمې دنده ده ، چې دکره شواهدو او محکوم په رضا به څېړنه ترسره کيږي، نه په جبرو اکراه .

تر دې مخکې هم د سوېل لوېديځ په څو ولايتونو کې په صحرايي محکومو کې تورونو ته سزا ورکړل شوې،خو دا لومړى ځل دى،چې د يوې صحرايي محکمې د پلي کيدو په تور يو ديني عالم نيول کيږي.

Related Topics