Language

ميدان وردګو کې پر موټر سايکلونو بنديز ولګېد

کابل ( پژواک ٩ زمرى ٩٢): د ميدان وردګو ولايت امنيتي غونډې پرېکړه وکړه، چې سر له نن څخه به د موټر سايکلونو پر ګرځېدو بنديز ولګول شي، خو عام خلک دا پرېکړه ناسمه بولي.

د ميدان وردګو ولايت د رسنيو له دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي ، امنيتي جلسې پرېکړه وکړه،چې د زمري له ٩مې څوک نشي کولى پر موټر سايکل وګرځي.

خبرپاڼه زياتوي، د دولت وسله وال مخالفين له موټرسايکلونو په استفادې نا امني جوړوي.

خبر پاڼه کاږي،سره له دې چې پر موټر سايکلونو بنديز به عامو خلکو ته ستونزې پيدا کړي، خو د ولس د ساتنې لپاره دې ډول پرېکړې ته اړتيا وه.

خبر پاڼه ليکي ، دې امنيتي جلسه ،چې د ولايت په مقام سربېره،ټولې امنيتي ادارې او ايساف ځواکونو هم په کې برخه لرله، د پرېکړې د علمې کېدو جدي غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، هغه کسان چې دې پرېکړې ته پاملرنه نه کوي ، نو قانوني چلن به ورسره وشي.

خو بلخوا د ميدان وردګو يو شمېر اوسېدونکي دغه پرېکړه ناسمه بولي او وايي ، چې له دې کار سره ولس ته د تګ راتګ په برخه کې ډيرې ستونزې پيدا کيږي.

د ميدان وردګو ولايت يو اوسېدونکى قيوم وايي، چې په دغه ولايت کې يو زيات شمېر خلک له ډيرو لرې ځايونو څخه ښوونځيو او نورو دندو ته په موټرسايکلونو ځي ، او که يې مخه ونيول شي ، نو په ساعتونو پلي مزل به ونه رسيږي .

نوموړى وايي، چې لرې پرتې سيمې خو د کابل ښار په څېر موټر او تمځايونه نلري ، چې هر کله د يوچا زړه شي موټر ته پورته شي .

دده په خبره، چې که حکومت دغه پرېکړه د وسله والو د مخينوي په موخه کړې ، نو وسله وال  په هغو ځايونو کې پرموټرسايکلونو ګرځي ، چې هلته حکومت هيڅ حاکميت نلري.

نوموړي وويل، چې په کليو او بانډو کې د عام ولس لپاره موټر سايکل مړي او ژوند ته د رسېدو تر ټولو اسانه او ارزانه وسيله ده، چې د حکومت له دې پرېکړې سره به ولس نارضه شي .

ددغه ولايت يوبل اوسېدونکى وهاب وايي ، چې په داسې حساس وخت کې دې دولت داسې کوم ګام نه پورته کوي، چې ولس ترې فاصله پيدا کړي ، بلکې داسې ګامونه دې واخلي، چې د ولس زړه لاسته راوړي.

هغه زياتوي،چې دغسې پرېکړې مخکې په غزني،کندهار ، هلمند او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم شوې دي، خو نه يواځې دا چې پېښې کمې نه شوې ، بلکې حالت نور هم خراب شو. 

ده وويل ، چې په دغسې پرېکړو کې بايد ، د ولس له استازيو ، علماوو او مخورو سره مشورې وشي .