Language

نورستان: د مرکزي بانک څانګې ته نوې ودانۍ جوړېږي

جلال اباد(پژواک ٩زمرى٩٢): په نورستان کې د افغانستان بانک لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره  به هغه ستونزې ، چې پخوا يې د ودانۍ د نه شتون له امله لرلې، له منځه لاړې شي.

د دغې ودانۍ د بنسټ ډبرې اېښودنې په مراسمو کې د نورستان له والي تميم نورستاني سربېره يو شمير نورو ولايتي چارواکو برخه اخيستې وه.

د نورستان والي  د زمري په ٩مه ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر يادې ودانۍ شاوخوا ١٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي،  چې د افغانستان بانک له بوديجې څخه  ورکول کېږي .

هغه زياته کړه ، چې دا ودانۍ په دوو پوړو کې په لسو مياشتو کې په اساسي ډول جوړېږي ، چې لس کار خونې او نور اړونده ملحقات به ولري.

ده وويل ، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د افغانستان بانک هغه ستونزې،  چې پخوا يې د ودانۍ د نه شتون له امله لرلې ، له منځه لاړې شي.

ده وويل: (( په دې وروستيو کې مرکزي دولت نورستان ته پاملرنه زياته کړې ،د بيارغونې شاوخوا ٢٥ پروژې پيل شوې دي.))

د ولايتي شورا غړى شمس اصيلزى پر مرکزي ادارې غږ کوي ، چې د نورستان ولايت د بيارغونې په برخه کې دې نورستان  ته پروژې ورکړي.

نوموړي زياته کړه، چې د نورستان ولايت د سړک جوړول يو له هغو سترو اړتياوو څخه ده، چې بايد مرکزي اداره يې په لومړيتوبونو کې راولي.

هغه وويل: (( دا يو وروسته پاتې ولايت دى او بايد دولت ورته پاملرنه وکړي.))

ياده دې وي، چې لا هم د نورستان ولايت يو شمير دولتي ادارې خپلې ودانۍ نه لري.

Related Topics