Language

لسو امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

اسعداباد(پژواک،١٠زمرى٩٢): دکونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې په بېلابېلو پېښو کې لسو امنيتي سرتېرو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده.

دکونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېلي د زمري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار دکونړ ولايت په نورګل او خاص کونړ ولسواليو کې د سړک د غاړې د ماينونو په دوو بېلابېلو چاودنو کې دوه ملي پوليس وژل شوي او  څلور نور ټپيان دي.

نوموړي زياته کړه، چې د ټپيانو  روغتيايي حالات د ډاډ وړ دى.

ديوبل خبر له مخې، د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو دملي اردو پر يوه پوسته بريد کړى ، چې له امله يې د ملي اردو دوه سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان  دي.

دکونړ دامنيه قوماندان په وينا، په دغه بريد کې شاوخوا ٢٠ وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې، چې د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې يې د ملي اردو ٨ سرتېري وژلي او يو يې له ځانه سره ژوندى بيولى دى.

Related Topics