لښکرګاه (پژواک ١١ زمرى ٩٢): حکومتي چارواکي وايي، د هلمند په ګرشک کې ١٣ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو طالبان بيا ادعا کوي، چې په دې ولسوالۍ کې يې ٨ دولتي سرتېري وژلي دي.
د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار حکمت الله حقمل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو تېره ورځ د دې ولسوالۍ په زمنبلي او ميرمنداب سيمو کې عمليات ترسره کړل.
د ده په خبره، د عملياتو پر مهال درې د دولت وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.
هغه وويل، چې په عملياتو کې د ملي اردو درې سرتېري هم ټپيان شوي دي.
دى وايي، چې د عملياتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوي ١٥ کړۍ ماينونه هم شنډ شوي دي.
خو طالب وياند قاري محمديوسف احمدي وايي، چې په زمنبلي سيمه کې د طالبانو په کمين کې د دولتي ځواکونو دوه موټر تخريب او اته سرتېري په کې وژل شوي دي.
د زمنبلي سيمې اوسېدونکى مزمل بيا وايي، چې د يادو نښتو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .