Language

بادغيس کې دوه دولتي سرتېري او درې وسله وال  وژل شوي

قلعه نو (پژواک  ١١ زمرى  ٩٢): امنيتي چارواکي وايي، په بادغيس کې دوه دولتي سرتېري او درې وسله وال طالبان  وژل شوي دي .

په لوېديځ کې د ٢٠٧ ظفر قل اردو يوه لوړپوړي افسر چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې امنيتي ځواکونو  تېر ماښام د دغه ولايت د مقر ولسوالۍ په تيموريانو کلي کې ماين کشف کړ، خو د شنډولو پر مهال وچاودېد.

سرچينه زياتوي، چې په دې چاودنه کې د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان دي .

هغه وايي، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى .

خو په سيمه کې د سخي داد په نوم يو تن وايي، ده  وليدل چې په چاودنه کې د ملي اردو شپږ تنه ټپيان او يو وژل شوى کس يې امبولانسونو ته پورته کول .

د يو بل خبر له مخې، تېره  ورځ مازديګر مهال د قلعه نو– هرات پر لاره د سبزک کوتل په سيمه کې د طالبانو او پوليسو تر منځ نښته شوې ده .

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف وايي، وسله وال طالبان سړک ته راوتلي وو او خلکو امنيتي ځواکونو ته شکايت وکړ  چې مالونه يې لوټي.

د ده په وينا، له همدې امله پوليس سيمې ته ورغلل او يو ساعته نښته رامنځته شوه .

دى وايي، چې په دې نښته کې يو پوليس او درې طالبان وژل شوي، چې مړي يې هم د جګړې پر ډګر پاتې دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، په دې نښته کې دوه طالبان ټپيان شوي هم دي .

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics