دريم تعقيب: جلال اباد (پژواک ١٢ زمرى ٩٢): د ننګرهار چارواکي او د روغتون سرچينې وايي، چې د جلال اباد ښار د نن سهار په پېښه کې د دريو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ٣٦ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دغه بريدنن (د زمري ١٢مه) سهار په نهه بجې او ٥٥ دقيقې د جلال اباد ښار د امير شهيد باغ شاوخوا په هغې سيمه کې شوى، چې د هند او پاکستان کونسلګرۍ په کې موقعيت لري.
عيني شاهدان وايي، چې لومړۍ د کونسلګرۍ په دروازه کې زوروه چاودنه وشوه او بيا وروسته ډزې پيل شوې، خو وروسته معلومه شوه، چې ډزې امنيتي ځواکونو تر چاودنې وروسته کړې وې.
د چاودنې له امله د نږدې دفترونو او کورونو ښېښې يې هم ماتې شوې دي.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمدشريف امين د پېښې په ځاى کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځانمرګو بريد کوونکو موخه د هندوستان کونسلګري وه.
هغه زياته کړه، چې دوى کونسلګرۍ ته نږدې په يوه جومات کې ناست وو، چې ناڅاپه يې چاودنه کړې او له امله يې ډېرى ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندان په وينا، په دې پېښه کې اته عام وګړي وژل شوي او ٢٢ نور ژوبل شوي دي. دى وايي، چې درې ځانمرګي بريد کوونکي هم په دې پېښه وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه ډله ييز بريد کې کې د ماشومانو په ګډون ٩ ملکي وګړي وژل شوي او ٢٣ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، په بريد کې درې ځانمرګي او له چاودېدونکو توکو ډک يو کرولا موټر هم له منځه تللى دى .
عبدالزي د امنيتي ارګانونو د راپور په حواله وويل، چې د سهار شاوخوا لس بجې هند کونسلګرۍ ته څېرمه په سور رنګه کرولا موټر کې ناستو دريو ځان مرګو بريد کوونکو غوښتل کونسلګرۍ ته ننوځي، خو د کلکو امنيتي تدابيرو له امله يې موخې ته له رسېدو مخکې يې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د هغه په وينا، دوه ځانمرګي له موټره ښکته شوي او پر ساتونکو يې ډزې کړې، په ځواب کې يې ساتونکي پر دوى ډزې کړې، پر همدې مهال په موټر کې ناست ځانمرګي د موټر بم چاودنه رامنځته کړې، چې د ځان په ګډون يې ښکته کړي دوه نور ځانمرګي هم وژل شوي دي.
د والي وياند وايي، چې د دې پېښې ټول قربانيان ملکي وګړي دي، يواځې يو پوليس برسېرن ټپي شوى دى.
عبدالزي وويل، چې د پېښې په ځاى کې يو جومات شهيد شو، په سيمه کې لسګونه کورونه، دوکانونه او شاوخوا نورو ودانيو ته هم زيان اوښتى دى.
د نوموړي په وينا، د کشفي او استخباراتي ادارو هغه معلومات چې لا له وړاندې د داسې يوې پېښـې په اړه يې کونسلګرۍ ته ورکړي وو او امنيتي ادارو د قونسلګرۍ لپاره کلک تدابير نيول شوي وو.
دا له ګڼې ګوڼې ډکه هغه کوڅه ده، چې د هند کونسلګري په کې موقعيت لري، د دې ترڅنګ ګڼ شمېر عام خلک چې په کې ښځې او ماشومان شامل دي، کونسلګرۍ ته د ويزو ترلاسه کولو په موخه راځي.
د ننګرهار د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير پژواک ته وويل، چې روغتون ته د ښځو او ماشومانو په ګډون اته مړي او ٢٢ ټپيان ور وړل شوي دي.
هغه د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ وباله.
پېښې ته نږدې د نعمت الله په نوم يوه دوکاندار پژواک ته وويل، چې پنڅه تنه کوڅې ته راغلل او د هندوستان د کونسلګرۍ پوښتنه يې کوله.
د هغه په وينا، کله چې هغوى ته يې د کونسلګرۍ ادرس ورکړ، نو څو د قيقې وروسته چاودنه وشو.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد له پژواک اژانس سره په يوه اړيکه کې وويل، چې دغه بريد دوى نه دى ترسره کړى او نه هم دوى لاس په کې لري.