Language

د وسله والو مخالفينو د دوو ډلو تر منځ  نښته کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

 جلال اباد (پژواک١٢زمرى٩٢): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفينو د دوو ډلو تر منځ  په نښته کې اوو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د زمري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې وړمه شپه د چپرهار د پتيرۍ په سيمه کې څو تنو وسله والو مخالفينو، چې نقابونه يې پر مخونو اچولي وو، په يوه جومات کې يې پر بلې وسله والې ډلې بريد کړى.

 نوموړى وايي، چې په بريد کې پنځه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي ، چې د قران شريف ختم يې کاوه.

د عبدالزي په خبره ، کله چې د پېښې په اړه پلټنې وشوې، نو څرګنده شوه ، دواړه ډلې وسله والې وې ، چې له پخوا راهيسې يې په خپل منځ کې ستونزله لرله.

 د والي وياند زياتوي ، چې وژل شوي او زخمي کسان د مشهور طالب قوماندان ميراغا وسله وال دي.

ميراغا د پلچرخي په زندان کې د دولت پر ضد د فعاليتونو په تور بندي دى.

احمدضياء عبدالزى وايي ، چې د وسله والو يوه ډله د امارت په نوم ډلې او بله يې د سلفي مذهبي ډلې پورې تړلې  وه.

 د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ، چې د روژې  مياشتې له پيل راهيسې ددې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې د تراوېحو او نورو لمونځونو پر مهال هدفي بريدونه شوي ، چې تر لسو زيات کسان پکې وژل شوي دي.

د سيد محمد په نامه ددې ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل ، چې ددې ولسوالۍ په پتيري، حافظانو کلي، کاريزو  او ځينو نورو سيمو کې يو شمېر کسان وژل شوي دي.

 وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.