Language

کابل (پژواک،١٣زمرى٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي ، غواړي په راتلونکې کې له هند سره  خپلې اړيکې نورې هم پراخې کړي.

د بهرنيو چارو وزارت په داسې حال کې د اړيکو د پراخولو خبره کوي ، چې تېره ورځ په ننګرهار کې د هند قونسلګرۍ ته څېرمه په ځانمرګي بريد کې د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه اته ملکي کسان ووژل او ٢٢ نور ټپيان شول.

افغان چارواکي د هند د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد تېره ورځ له خپل افغان سيال زلمي رسول سره په ټيليفوني خبرو کې د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خواخوږي وښوده.

د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، چې په دې خبرو کې زلمي رسول هند، د افغانستان باوري ملګرى وباله او د اړيکو پر پراخولو يې ټينګار وکړ.

موسى زى زياتوي:”د بهرنيو چارو وزير خپل سيال ته اطمينان ورکړ، چې د افغانستان دولت هند خپل يو نږدې، ډېر مطمين او ستراتيژيک ملګرى ګڼي او موږ به د هند له جمهوريت سره خپلې همکارۍ او اړيکې په راتلونکو مياشتو او کلونو کې له پخوا څخه لا نږدې کړو.”

د بهرنيو چارو وزارت په وينا، د هند پر قونسلګرۍ د بريد په اړه ، چې تر اوسه يې چا مسووليت نه دى اخيستى ، څېړنې روانې دي.

دى وايي ، چې تر دې وړاندې په افغانستان کې ټول ځانمرګي، بمي او نور  “ترهګريز” بريدونه بهر کې پلان شوي دي .

موسى زي زياته کړه:”موږ په دې باندې مطمين يو چې ددې وحشيانه تروريستي حملې تر شا هم بهرني لاسونه دي. هغه لاسونه چې تروريزم ته فکري، مالي، لوجستيکي ملاتړ برابروي او له تروريزم څخه د وسيلې په توګه استفاده کوي.”

که څه هم  موسى زي د کوم هېواد نوم ياد نه کړ، خو افغان حکومت پخوا تر دې تل ويلي، چې دا ډول بريدونه په پاکستان کې پلانېږي.

کتونکي په دې باور دي ، چې اسلام اباد، د کابل او ډهلي له نږدې کېدو ويره لري او له همدې امله له بېلابېلو لارو هڅه کوي، چې کابل له خپل هوډ څخه راوګرځوي.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، چې کابل تل په خپلو بهرنيو اړيکو کې انډول ساتلى دى.

موسى زي وويل ، چې افغانستان د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره ملي ګټو ته پام د يوه خپلواک هېواد په توګه اړيکې ټينګې کړي. دى وايي دا اړيکې څرګندې دي او د بل هېواد په زيان نه دي.

تر دې وړاندې په کابل کې د هند پر سفارت هم دوه ځله مرګوني بريدونه شوي دي.

په ١٣٨٧ کال کې په کابل کې د هند سفارت مخې ته هم ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې ٤٠ کسان ووژل شول او تر سلو ډېر ټپيان شول .  په ١٣٨٨ کال کې هم ورته بريد وشو ، چې لږ تر لږه ١٧ کسان يې ووژل او تر ٦٠ ډېر يې ټپيان کړل.

هند له افغانستان سره يو له لويو مرسته کوونکو هېوادونو څخه  دى، چې، په تېرو  شاوخوا ١٢ کلونو کې يې په اقتصادي، تحصيلي او رغنيزو برخو کې په افغانستان کې ميليونونه ډالر لګولي دي.

کابل او نوي ډهلي د ٢٠١١ کال په وروستيو کې د همکاريو ستراتيژيک تړون هم لاسليک کړى دى.