Language

د هرات د فابريکو د بهرنيو کارګرو د ويزو ستونزه هواره شوه

هرات (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): چارواکي وايي، د هرات صنعتي ښارګوټي او توليدي فابريکو کې د بهرنيو کارګرو د وېزې ستونزه هواره شوه او له دې وروسته په هرات ښار کې وېزې ورکول کيږي.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د زمري په ١٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سوداګرو په غوښتنه او د هرات د والي سيد فضل الله وحيدي په وړاندېز  دغه ستونزه حل شوه.

د ده په وينا، تېره ورځ له کابله يو پلاوى هرات ته راغى او تر سلا مشورو وروسته پرېکړه وشوه، چې د بهرنيو کارګرو ويزې دې د هرات په ښار کې وغځول شي.

د هرات د سوداګرۍ د خونې رييس سعد خطيبي، د حکومت د دغه کار هرکلی وکړ او زياته يې کړه، چې د افغان پولاد کمپنۍ په ګډون به ټولې فابريکې خپل توليدات له سره پيل کړي.

د هرات په صنعتي ښارګوټي کې ٣٥٠ توليدي فابريکې شته، چې اوسمهال په کې ١٠زره کارګر په کار بوخت دي، چې شاوخوا پنځه زره يې بهرني کارګر دي.

د افغان پولاد په نوم د اوسپني ويلي کولو تر ټولو سترې کمپنۍ يوه اونۍ مخکې له دې امله خپل کار وځنډاوه، چې د دوى بهرنيو کارګرو ته يې د هرات په ځاى کابل کې د ويزې د ورکړې وړانديز شوى و.

په دې وروستيو کې د کورنيو چارو وزارت داسې پرېکړه کړې وه، چې د دغو فابريکو بهرنيو کارګرو ته په کابل کې ويزې ورکړي، خو د کمپنيو خاوندانو د تخنيکي ستونزو او ډېر لګښت د مخنيوي په موخه غوښتنه کوله، چې کارګرو ته دې ويزې د هرات په ښار کې ورکړل شي.

خو اوس حکومت خپله پرېکړه بېرته اخيستې او د هرات د امنيه قوماندانۍ د وياند په وينا، هرې درې مياشتې وروسته به د فابريکو د بهرنيو کارګرو ويزې په هرات کې نوې کيږي.