هرات (پژواک ١٣ زمرى ٩٢): د هرات د ځينو ولسواليو اوسېدونکي په سيمه کې د ناامنۍ له امله ښار ته کډوال شوي دي.
٤٧ کلن عبدالغني، چې د غوريان اوسېدونکى دى او له خپلې اووه کسيزې کورنۍ سره يوه مياشت مخکې ښار ته راکډه شوى دى، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځان او اولاد ساتنې په موخه يې خپله ځمکه او جايداد پرېښودل.
ده زياته کړه، په غوريان کې په دې وروستيو کې د کورونو غلاوې او په لويو لارو کې د شوکو پېښې زياتې شوې دي.
د ده په خبره، په دې ولسوالۍ کې د دولت د وسله والو مخالفين واک په پراخېدو دى او سيمه د پراخې ناامنۍ په لور روانه ده.
عبدالغني، چې اوسمهال د هرات ښار په يوه کرايي کور کې اوسي، وايي، څوک چې اقتصادي توان لري، هغوى سيمه پرېږدي او امن سيمو ته کډوال کيږي.
د نوموړي په وينا، سږ کال د ناامنۍ له وېرې خلک د تراويح لمانځه ته هم نه شي وتلى.
د دې ترڅنګ د هرات په ولسواليو کې هدفي وژنې هم زياتي شوې دي، چې په تېره يوه مياشت کې په کرخ کې د ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ورور او يوه اونۍ مخکې د شينډنډ د پوهنې مدير د وسله والو له لوري ووژل شول.
هرات يو مهال له امن سيمو څخه و، خو په دې وروستيو څو مياشتو کې د ناامنۍ ريښې د ښار څنډو ته هم رارسېدلې دي.
عبدالله، چې تېر کال په شينډنډ کې له خپل څلوېښت کسيز ګروپ سره د سولې له پروسې سره يو ځاى شو، اوس په خپله سيمه کې له ناامنۍ سرټکوي.
نوموړى وايي، په تېر يو کال کې په شينډنډ کې ناامني زياته شوې او د وسله والو واکمني پراخه شوې ده، چې دولت يې بايد مخه ونيسي.
هغه زياتوي، د ده او ملګرو ژوند يې په خطر کې دى او په اړه يې امنيتي ادارو ته خپل شکايتونه هم رسولي دي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپي په لرې پرتو سيمو کې د ناامنۍ زياتوالى مني، خو زياتوي چې د وسله والو ګواښ دومره پراخ نه دى، لکه خلک چې يې په اړه شکايت کوي.
امنيه قوماندان وايي، د هرات په اړوندو سيمو کې شاوخوا ١٢٠٠ وسله وال طالبان فعاليت کوي، خو له دولت سره د مخامخ مقابلې توان نه لري، بلکې غلچکي بريدونه کوي او وېره خپروي.
په شمال زون کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو وياند ډګروال نجيب الله نجيبي وايي، په شينډنډ، رباط سنګي، کشک کهنه او اوبۍ ولسواليو کې يې د وسله والو خلاف نوي عمليات پيل کړي دي.
دى وايي، عمليات ښه پر مخ روان دي او پراخې سيمې يې د وسله والو له شتون څخه پاکې کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن