جلال اباد (پژواک ١٤ زمرى ٩٢): د ننګرهار په حصارک او شېرزادو ولسوالۍ کې د زرقاوي او کشمير خان په نومونو دوه طالب قوماندانان، چې پخوا يې دولت د وژل کېدو خبر ورکړى و، ژوندي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د زمري په ٧مه رسنيو ته ويلي وو، چې په حصارک ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو د عملياتو پر مهال يو فعال طالب قوماندان زرقاوي وژل شوى دى.
سرچينې زياته کړې، چې د وسله والو مخالفينو ياد قوماندان پر افغان او اېتلافي ځواکونو د بريدونو سربېره د سړک غاړې ماينونه هم ځاى پر ځاى کول او همدا رنګه د پوليسو پر وړاندې يې چريکي بريدونه هم پلانول.
ياد قوماندا د ګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې وژل شوی او جسد يې وسله والو د شېرزادو ولسوالۍ توتوکلي ته لېږدولى دى.
خو طالب قوماندان زرقاوي پرون په شېرزادو ولسوالۍ کې له خپلو ملګرو سره يو ځاى پر فعاليت ليدل شوى دى.
هغه په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دى ژوندى دى او د دوى د وژل کېدو په اړه خبرونه دروغ دي.
يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې زرقاوي لا هم د حصارک ولسوالۍ نظامي مسوول دى.
همداراز څه موده وړاندې يو شمېر دولتي سرچينو د شېرزادو او حصارک په ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعال قوماندان کشمير خان د وژل کېدو خبر هم ورکړى و، خو نوموړى لا هم ژوندى دى.
ده هم پژواک ته خپل وژل کېدل رد کړل او ويې ويل، چې د ده په اړه خپاره شوي راپورونه دروغ دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP